د سیاحتي شرکتونو د ستونزو د ارزونې او خدمتونو د ښه والي په موخه د همغږۍ غونډه وشوه
د سرپل ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسؤلینو د سیاحتي شرکتونو له مسؤلینو سره د دغو شرکتونو د ستونزو د ارزونې او د خدمتونو د ښه والي په موخه د همغږۍ غونډه وکړه.
د فرهنګ او ګرځندوی آمر د دغې غونډې موخه د سیاحتي شرکتونو د ستونزو او وړاندیزونو ارزونه، د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست او سیاحتي شرکتونو ترمنځ د همغږۍ پیاوړتیا او خلکو ته د معیاري خدمتونو د وړاندې کولو لپاره د مناسبې زمینې برابرول وبلل.
دغه راز د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس ملا عبدالغفار حقنما خلکو ته صادقانه خدمت کول د مهمو مسؤلیتونو له ډلې وباله او د سیاحتي شرکتونو له مسؤلینو څخه یې وغوښتل چې خپلې چارې د ا.ا.ا د پالیسۍ او طرزالعملونو سره سم تنظیم کړي او د هر ډول ناقانونه فعالیتونو مخه ونیسي.
د سرپل ولایت مقام اړوند فرهنګي کارپوه کفایتالله محمدي وویل: د سیاحتي شرکتونو د قانوني فعالیتونو پراختیا کولای شي د سیلانیانو په راجلبولو او د سیمهییز اقتصاد په غوړېدو کې اغیزمن رول ولوبوي. نوموړي همدارنګه د امارتي ادارو او سیاحتي شرکتونو ترمنځ پر لا زیاتې همغږۍ، د مسلکي اصولو پر رعایت او خلکو ته د باکیفیته خدمتونو پر وړاندې کولو ټینګار وکړ.
د غونډې په پای کې د سیاحتي شرکتونو مسؤلینو د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له همکارۍ او ملاتړ څخه مننه وکړه او ژمنه یې وکړه، چې خپلې چارې به په رښتینولۍ، مسؤلیتپالنې او د ا.ا.ا د پالیسۍ او قوانینو په چوکاټ کې ترسره کوي او د خدمتونو د کیفیت د ښه والي او په سرپل ولایت کې د ګرځندوی صنعت د پراختیا لپاره به لا ډېرې هڅې وکړي.
۱۴۴۸/۲/۶ هـ ق
