د رسنیو له مسؤلینو، خبریالانو، خطاطانو او د چاپ خونو له مسؤلینو سره د همغږۍ ناستې وشوې

wasim_admin
دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۲ - ۱۳:۵۰
..

د هېواد په ګڼ شمېر ولایتونو کې د اطلاعاتو او فرهنګ ریاستونو له لوري د زمري ۲۴مې (د هېواد د خپلواکۍ ورځې) نمانځنې ته د چمتووالي په موخه د رسنیو له مسؤلینو، خبریالانو، خطاطانو او د چاپ خونو له مسؤلینو سره د همغږۍ ناستې وشوې.
د ناستو په لړ کې د اطلاعاتو او فرهنګ ریاستونو مسؤلینو وویل: د اسلامي نظام خدمت د ټولو ګډ مسؤولیت دی او هر وګړی باید د خپلې وړتیا او مسؤلیت له مخې د هېواد د پرمختګ او عامه خدمت لپاره ونډه واخلي. مسؤلینو د رسنیو له مسؤلینو او خبریالانو څخه وغوښتل چې د یادې ورځې د مراسمو د ښه رسنیز کولو په برخه کې پوره هڅې وکړي همدارنګه مسؤلینو له خطاطانو او د چاپ خونو له مسؤلینو څخه هم غوښتنه وکړه، چې د دولتي ادارو او عامه ودانیو پر دېوالونو غیرمجاز اعلانونه ونه لیکي او د عامه شتمنیو ساتنې ته ځانګړې پاملرنه وکړي.
د اطلاعاتو او فرهنګ ریاستونو مسؤلینو زیاته کړه، چې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ټولو امارتي او خصوصي رسنیو، خطاطانو او چاپ خونو پوره ملاتړ کوي.
دغه راز مسؤلینو د ناستو ګډونوالو ته اړینې سپارښتنې وکړې او ویې ویل: افغانستان زموږ او ستاسو ګډ کور دی، د هېواد، اسلامي نظام او د عامه افکارو ساتنه د ټولو ګډ مسؤلیت دی، لکه څنګه چې اسلامي امارت په تېرو پنځو کلونو کې په بېلابېلو برخو کې مهمې او لویې لاسته راوړنې لري ټول باید د دغو لاسته راوړنو د رسنیز کولو په برخه کې پوره هڅې وکړو.
ورته مهال د رسنیو مسؤلینو، خبریالانو، خطاطانو او چاپ خونو مسؤلینو د دغو ناستو له جوړولو څخه خوښي څرګنده کړه او ویې ویل: د زمري۲۴مه د ټولو افغانانو لپاره مهمه ورځ ده او د ښې نمانځنې په موخه به له اطلاعاتو او فرهنګ ریاستونو سره بشپړه همکارۍ وکړو، ګډونوالو د زمري ۲۴مې د نمانځلو پرمهال د مراسمو ښه ترسره کیدو او رسنیز کیدو په اړه د خپلو نظرونو وړاندې کولو ترڅنګ خپل وړاندیزونه او غوښتنې هم له مسؤلینو سره شریک کړې، چې د مسؤلینو له لوري وړاندیزونو ته د رسېدو ډاډ څرګند شو.

۱۴۴۸/۲/۱۹ هـ ق

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۴ - ۱۴:۷
Background image

د ګرځندوی، مالي او اداري چارو معین له کویټي پانګه‌وال او السایر شرکتونو له رئیس سره ولیدل

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ګرځندوی، مالي او اداري چارو معین مولوي قدرت‌الله جمال له کویټي پانګه‌وال او د السایر شرکتونو له رئیس محمد ناصر محمد السایر سره، په کابل کې ولیدل، چې په دې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۴ - ۱۰:۳۳
Background image

د کاپیسا د اطلاعاتو او فرهنګ رییس د کوهستان حصه اول ولسوالۍ له رضاکارو ځوانانو سره وکتل

د کاپیسا ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ رییس مولوي کریم‌الله وثیق په خپل کاري دفتر کې د دې ولایت د کوهستان حصه اول ولسوالۍ د رضاکارو ځوانانو د کمېټې له رییس او غړو سره وکتل او له هغوی سره یې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۴ - ۱۰:۱۶
Background image

د لوحو او تبلیغاتي تابلوګانو د اصلاح کمېسيون مشورتي غونډه وشوه

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معين ښاغلي مهاجر فراهي په مشرۍ د لوحو او تبلیغاتي تابلوګانو د اصلاح کمېسيون مشورتي غونډه وشوه.
په دې ناسته کې د کابل ښار په څلورو ناحیو کې د. . .

BACK TO NEWS