د بالامرغاب او غورماچ ولسوالیو ګڼ شمېر اوسېدونکو ته د ۱۷مې ګڼې فرمان په اړه عامه پوهاوی ورکړل شو

wasim_admin
دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۳۰ - ۱۵:۲۷
..

د فرهنګي عامه پوهاوي د پروګرامونو په دوام، د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له لوري د عالیقدر امیرالمؤمنین (حفظه‌الله) د ۱۷مې ګڼې فرمان په اړه چاپ شوي معلوماتي بروشورونه، چې د ناوړه ټولنیزو دودونو د مخنیوي په اړه دي، د بادغیس ولایت د بالامرغاب او غورماچ ولسوالیو اوسېدونکو ته ووېشل شول.
د دې پروګرام په لړ کې د معلوماتي بروشورونو د وېشلو ترڅنګ، د بالامرغاب او غورماچ ولسوالیو له یو شمېر اوسېدونکو سره د ۱۷مې ګڼې فرمان د اهمیت، د ناوړه ټولنیزو دودونو د اصلاح په برخه کې د یاد فرمان د اغیزو او د اصل فرهنګ د پیاوړتیا په برخه کې د عامه پوهاوي د رول په اړه هم خبرې وشوې او د ولسونو نظرونه او وړاندیزونه هم واورېدل شول.
د یادو ولسوالیو اوسېدونکو د داسې پروګرامونو له ترسره کېدو څخه خوښي څرګنده کړه او د ۱۷مې ګڼې فرمان د محتوا په اړه یې د عامه پوهاوي د پروګرامونو پر دوام او پراختیا ټینګار وکړ. هغوی دغه ډول پروګرامونه د ناوړه دودونو د اصلاح او د اصل فرهنګ د پیاوړتیا په برخه کې اغیزمن وبلل.
ورته مهال د بادغیس ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس د فرمان له محتوا څخه د خلکو د لا ډېر پوهاوی او د ټولنې له بېلابېلو قشرونو سره د خبرو اترو دوام، د ناوړه دودونو د ښه پېژندنې او د اصل فرهنګ د پیاوړتیا په برخه کې مهم او اغیزمن وباله.

۱۴۴۸/۴/۸ هـ ق

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۹/۲ - ۱۶:۰
Background image

د کتاب ارزونې کمېسیون نوبتي غونډه ترسره شوه

دوشنبه (۱۴۴۸ د جمادی‌الثاني۱۲مه) د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معینیت اړوند د کتاب ارزونې کمېسیون نوبتي غونډه د خپرونو چارو معین ښاغلي مهاجر فراهي په مشرۍ ترسره شوه.
په دې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۹/۲ - ۱۵:۵۵
Background image

د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست ته لسګونه جهادي آثار وسپارل شول

د غزني ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست جهادي موزیم ته د مولوي احمد طه فاروقي د جهادي ‌ډلګۍ استازي ملا عبدالله خوریي، ۴۴ قلمه جهادي آثار چې مخابرې، نظامي توکي او مهمات پکې شامل وو،. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۹/۲ - ۱۵:۵۰
Background image

په کابل کې د ځوانانو د پیاوړتیا له روزنیز مرکز څخه لسګونه ځوانان فارغ شول

دوشنبه(۱۴۴۸ د جمادی‌الثانی ۱۲مه)، د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ځوانانو چارو ریاست اړوند د ځوانانو د پیاوړتیا له مرکز څخه ۵۰ تنه ځوانان د(UNFPA)  موسسې په مالي او د (WCC) د پروګرام پلي. . .

BACK TO NEWS