دایکنډي کې د (ځوانانو غږ) په نوم د بحث غونډه ترسره شوه

wasim_admin
پنجشنبه ۱۴۰۵/۶/۵ - ۹:۳۲
..

دایکنډي ولایت کې د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري، د ټیلو مؤسسې په همکارۍ، د ځوانانو غږ (د سیمه‌ییزې ټولنې د لاپرمختګ‌ پروګرام) په نوم د بحث غونډه ترسره شوه.
د دایکنډي د اطلاعاتو او فرهنګ رییس قاري خالد احمد فضلي وویل: دغه پروګرام د دایکنډي ولایت د ځوانانو د ملاتړ په برخه کې له ټیلو مؤسسې سره د شوې همکارۍ هوکړې له مخې جوړ شوی دی.
ښاغلي فضلي زیاته کړه؛ د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست هڅه کوي، چې د یادې هوکړې له مخې د دایکنډي ولایت په کچه د ځوانانو ستونزو او غوښتنو ته رسېدنه وکړي. نوموړي ځوانان د ټولنې اساسي او مهمه برخه وبلل او له هغوی څخه یې وغوښتل چې له رامنځته شویو فرصتونو څخه سمه ګټه واخلي.
دغه راز د دایکنډي ولایت د مقام د دفتر رییس سید عبدالجلیل روحاني د دغه پروګرام جوړول د ځوانانو د ملاتړ په برخه کې مهم وبلل او ډاډ یې ورکړ چې د ولایت مقام اداره به د ځوانانو د ملاتړ په برخه کې له هېڅ ډول هڅو درېغ ونه کړي.
همدارنګه، د دایکنډي پوهنتون رییس قاضي محمد ناصر حنظله په دې پروګرام کې د خبرو پر مهال پر ځوانانو پانګونه خورا مهمه وبلله او د دغه ولایت د ځوانانو لپاره یې د ظرفیت لوړونې پروګرامونو د جوړېدو غوښتنه وکړه.
ورته مهال په دایکنډي کې د ټیلو مؤسسې مسؤل محمدعلي جوهري وویل: دغه مؤسسه د دایکنډي د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست سره د شوې همکارۍ هوکړې له مخې هوډ لري، چې د ځوانانو د ملاتړ او د کاري فرصتونو د رامنځته کولو په برخه کې ګڼ شمېر پروګرامونه پلي کړي.
نوموړي زیاته کړه، چې د ټیلو مؤسسه به د ځوانانو ټولې غوښتنې او اړتیاوې راټولې او له خپل مرکزي دفتر سره به یې شریکې کړي.
د غونډې ګډونوالو هم د دغه پروګرام له جوړېدو خوښي څرګنده کړه او د دایکنډي ولایت په بېلابېلو سیمو کې یې د ورته پروګرامونو د پراخېدو غوښتنه وکړه.

۱۴۴۸/۳/۱۳ هـ ق

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۹/۱ - ۱۵:۱۶
Background image

د نیمروز او سمنګان ولایتونو د اطلاعاتو او فرهنګ ریاستونو ته جهادي آثار وسپارل شول

د نیمروز ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست اړوند جهادي موزیم ته د یاد ولایت د جهادي قومندان مولوي محمد اسماعیل (خالد عمر) له لوري یوه تاریخي وسله، چې د MG 34 (Maschinengewehr 34) په نوم. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۹/۱ - ۱۴:۲۳
Background image

د ځوانانو چارو رئیس د WCC مؤسسې له مسوول سره لیدنه وکړه

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د جهادي آثارو د ساتنې عمومي ریاست اړوند د ځوانانو چارو رئیس مولوي سید محمد داوود آغا هاشمي، د WCC مؤسسې له مسؤل بصیر میاخیل سره په خپل کاري دفتر کې لیدنه وکړه.. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۹/۱ - ۱۳:۹
Background image

لغمان کې د سیاحتي شرکتونو له استازو سره د همغږۍ ناسته وشوه

د لغمان ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسؤلینو د دغه ولایت د سیاحتي شرکتونو له استازو سره د همغږۍ ناسته وکړه.
د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولوي عبدالنور رسولي وویل: د سیاحت او ګرځندوی. . .

BACK TO NEWS