د جهادي آثارو د ساتنې عمومي ریاست د ثبت ټیم په لوګر او میدان وردګو ولایتونو کې یو شمېر جهادي آثار راټول او ثبت کړل
د جهادي آثارو د ساتنې عمومي ریاست د ثبت ټیم د تېرو دوو ورځو په لړ کې د لوګر او میدان وردګو ولایتونو د اطلاعاتو او فرهنګ ریاستونو په همکارۍ یو شمېر جهادي آثار راټول او ثبت کړل.
په دغو آثارو کې د لوګر ولایت خوښۍ ولسوالۍ د کنداب له سیمې څخه د شهیدانو شپږ قلمه آثار چې په کې د ډرون برید له امله د تخریب شوي موټرسایکل چوکاټ او د مجاهدینو یو شمېر شخصي توکي شامل وو، همدارنګه د میدان وردګو ولایت د نرخ ولسوالۍ د یو تن اوسیدونکي له لوري څو قلمه جهادي آثار (دوه نوکیا موبایلونه چې د ماینونو په چاودنه ترې ګټه اخیستل کېده او یو نیمه تخریب شوی دوربین) په کې شامل وو یاد ټیم ته وسپارل شول.
د یادونې وړ ده، چې د جهادي آثارو د ساتنې عمومي ریاست د ثبت او راجستر پلاوی به د هېواد ټولو ولایتونو ته د سفرونو په ترڅ کې د جهادي دورې اړوند آثار راټول، ثبت او د خوندي ساتنې په موخه به یې جهادي موزیمونو ته وسپاري، ترڅو دغه تاریخي آثار د راتلونکو نسلونو لپاره په خوندي توګه وساتل شي.
۱۴۴۸/۰۶/۱۴ هـ.ق
