د ګرځندوی، مالي او اداري چارو معین د امام ابو حنیفه(رح) نړیوال نندارتون له مسؤل سره ولیدل 

wasim_admin
پنجشنبه ۱۴۰۵/۶/۵ - ۱۰:۴۴
ووو

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ګرځندوی، مالي او اداري چارو معین مولوي قدرت الله جمال په خپل کاري دفتر کې د امام ابو حنیفه(رح) نړیوال نندارتون له مسؤل ښاغلی محمد صابر لطیفي سره وکتل.
په دې لیدنه کې د ګرځندوی، مالي او اداري چارو معین مولوي قدرت الله جمال، ښاغلي لطیفي ته ښه راغلاست ووایه او په امام ابو حنیفه نړیوال نندارتون کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د اړوندو برخو او آثارو لپاره د یو هر اړخیز ننداتون د جوړیدو په اړه یې خبرې وکړې.
ښاغلي جمال ټینګار وکړ، چې دغه نندارتون جوړول کولای شي، د هېواد تاریخي، فرهنګي، هنري او سیاحتي ظرفیتونه خلکو ته په ښه توګه ور وپېژني. د ښاغلي جمال په وینا؛ په یاد نندارتون کې به په هېواد کې د شته رسنیو سربېره د سیاحتي شرکتونو، لاسي صنایعې، هنري، تاریخي او جهادي آثار او په اطلاعاتو او فرهنګ وزارت پورې اړوند یو شمېر نور آثار نندارې ته وړاندې شي.
په پای کې، د امام ابو حنیفه (رح) نړیوال نندارتون مسؤل ښاغلی محمد صابر لطیفي د یاد نندارتون د جوړولو په برخه کې د هر اړخیزې همکارۍ ډاډ څرګند کړ او ژمنه یې وکړه، چې د یاد نندارتون جوړولو په موخه به لازمې اسانتیاوې برابرې کړي.

۱۴۴۸/۳/۱۳ هـ ق

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۶/۵ - ۱۱:۵۸
Background image

د کاپیسا د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسؤلینو د کوهبند ولسوالۍ له امنیه قوماندان سره وکتل

د کاپیسا ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسؤلینو د کوهبند ولسوالۍ په لرغونو سیمو او تاریخي آبداتو کې د خپل‌سرو کیندنو د مخنیوي په موخه د دې ولسوالۍ له امنیه قوماندان سره د همغږۍ ناسته. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۶/۵ - ۱۰:۴۴
Background image

د ګرځندوی، مالي او اداري چارو معین د امام ابو حنیفه(رح) نړیوال نندارتون له مسؤل سره ولیدل 

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ګرځندوی، مالي او اداري چارو معین مولوي قدرت الله جمال په خپل کاري دفتر کې د امام ابو حنیفه(رح) نړیوال نندارتون له مسؤل ښاغلی محمد صابر لطیفي سره وکتل.
په دې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۶/۵ - ۱۰:۳۸
Background image

د جهادي اثارو د وېب سایټ پرانیسته او د یو شمیر چاپ شويو کتابونو مخکتنه وشوه

‏د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د جهادي آثارو د ساتنې عمومي ریاست اړوند د جهادي نشراتو او کتابتون ریاست د وېب سایټ پرانیسته او د یاد ریاست له لورې د پنځه عنوانه چاپ شویو کتابونو مخکتنه وشوه
. . .

BACK TO NEWS