د غزني ولایت په دریو ولسوالیو کې علمي سیمینار وړاندې شول

wasim_admin
چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۱ - ۹:۲۹
..

د غزني ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د تېرو درېیو ورځو په لړ کې، د پوهني آمریتونو په همغږۍ د دغه ولایت قره باغ، ګیرو او ده یک ولسوالیو یو شمېر ځوانانو ته د فکري اصلاح په موخه علمي سیمینارونه وړاندې شول.
د غزني د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس ملا حمیدالله نثار د عامه پوهاوي او فکري اصلاح په برخو کې مهمې او ارزښتمنې خبرې وکړې او له ځوانانو یې وغوښتل، چې د تیرو یرغلونو په مهال تپل شوي افکار چې د اسلامي شریعت او ملي ګټو خلاف وي په وړاندې مبارزه وکړي.
نوموړي د ۱۷مې ګڼې (ناوړه دودونو مخنیوي) فرمان د تشریح تر څنګ د مخدره توکو د زیانونو او د اسلامي امارت د لاسته راوړنو په اړه معلومات وړاندې کړل او ویې ویل: اسلامي امارت په تیرو پنځو کلونو کې د حکومتولۍ ټولې چارې په ښه ډول مدیریت کړې دي.
ښاغلي نثار زیاته کړه؛ اسلامي امارت د ښې رهبری له امله توانیدلی چې په تیرو پنځو کلونو کې په امنیتي، سیاسي، اقتصادي، پراختیايي، فرهنګي او ګڼو نورو برخو کې ښې لاسته راوړنې ولري.
همدارنګه،د سیمینار وړاندې کوونکو د ټولنې فکري ثبات، د فکري جګړې د ماهیت او پایلو په اړه خبرې وکړې او د دغې جګړې پر وړاندې یې د مبارزې لپاره د خلکو او حکومت پر یووالي ټینګار وکړ.
په پای کې، د یادو ولسوالیو مسئولینو د یادو پروګرامونو جوړول د ځوانانو د فکري پوهاوي لوړولو او د اسلامي امارت او خلکو ترمنځ د اړیکو د پیاوړتیا په برخه کې اغېزمن وبلل او د دې پروګرامونو د دوام ملاتړ یې وکړ.

۱۴۴۸/۳/۱۹ هـ ق

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۱۵:۵۴
Background image

د لوحو او اعلاناتي تابلوګانو د اصلاح کمېسيون د دریمې ناحیې د لوحو ارزونه وکړه

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معینیت اړوند د لوحو او اعلاناتي تابلوګانو د اصلاح کمېسيون د خپلو ساحوي فعالیتونو په دوام د دریمې ناحیې (شهید څلور لارې) سیمې اړوند د لوحو او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۱۵:۴۹
Background image

سمنګان کې د خپرونو چارو معین د رسنیو له مسؤلینو او ژورنالیستانو سره وکتل

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معین ښاغلي مهاجر فراهي د یاد معینیت اړوند پر ټولیزو رسنیو د څار رئیس مولوي صفي الله رائد او د سمنګان ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولوي. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۱۵:۳۶
Background image

د باختر اژانس رئیس د (OANA) د ۶۵مې کالیزې په رسنیز فورم کې ګډون وکړ

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت اړوند د باختر اژانس رئیس مولوي احسان‌الله حسان د اسیا پاسیفیک خبري اژانسونو سازمان (OANA) د ۶۵مې کالیزې په مناسبت په مسکو کې د رسنیو په جوړ شوي فورم کې ګډون. . .

BACK TO NEWS