د خُلم ولسوالۍ ۱۵۶ تنه ځوانان د اکټید موسسې د مهارتونو د پراختیا له مرکز څخه فارغ شول
شنبه (۲۵ د شوال المکرم ۱۴۴۵ ) د سمنګان ولايت په مرکز او ولسوالیو کې اکتيد مؤسسې څه موده وړاندې د ښوونيزو پروګرامونو لړۍ پيل کړې وه، چې نن یې په خُلم ولسوالۍ ۱۵۶ تنه ځوانان له ۶ میاشتنیو زده کړو فارغ او د فراغت سندونه يې ورکړل.
د سمنګان ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ رئيس مولوي فيروز الدين منيب له اکتيد موسسې څخه د مننې ترڅنګ وويل: ساينس او پوهه په ټولو برخو کې د انسان د پرمختګ له مهمو بنسټونو څخه شميرل کيږي، ساینس او پوهه د ژوند کیفیت لوړوي او ټولنیز او اقتصادي وضعیت ښه کوي.
ورپسې د اکټېډ موسسې مسؤلينو په سمنګان ولايت کې په خپلو فعاليتونو او ښوونيزو پروګرامونو رڼا واچوله.
د يادونې وړ ده چې د پروګرام په پای کې فارغ شويو ځوانانو ته د فراغت سندونه ورکړل شول.
۲۰۲۴/۵/۴ ميلادي
۱۴۰۳/۲/۱۵ ھ ش