د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له لوري یو شمېر هنرمندان وستایل شول
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د فرهنګ او هنر معینیت اړوند د هنرستان ریاست له لوري د نقاشۍ، خطاطۍ او میناتورۍ هغه هنرمندان په ستاینلیکونو او نغدي ډالیو وستایل شول، چې د زمري د ۲۴مې په مناسبت یې د لویې جرګې په تلار کې ښکلي هنري اثار نندارې ته وړاندې کړې وو.
د هنرستان رئیس مفتي محمد لعل منیب د دغو هنري اثارو له هنرمندانو څخه مننه وکړه، چې په ښه ډول یې د ټولنې انځور په خپلو اثارو کې لیدونکو ته وړاندې کړ. ښاغلي منیب زیاته کړه، چې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د افغان هنرمندانو ملاتړ ته ژمن دی او د دې ډول اثارو د تولیدونکو ستاینه او قدرداني کوي.
ورته مهال یو شمېر هنرمندانو د هنرستان ریاست له دې اقدام څخه مننه وکړه او ویې ویل: دا ډول هڅونه او قدراني به یې لا ښه کار او د غوره اثارو تولید او پنځونې ته وهڅوي.
هنرمندانو په دې برخه کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت هڅې وستایلې او د دې ډول برنامو د دوام غوښتنه یې هم وکړه.
د دې غونډې په څنډه کې هغه اثار هم نندارې ته ایښودل شوي وو، چې ډالۍ یې ګټلې وې.
د یادونې وړ ده، د یادو هنري اثارو اروزنه د کابل پوهنتون د ښکلو هنرونو پوهنځي د دوو تنو استادانو له لوري ترسره شوې وه، چې په پایله کې ۴۵ اثار د ډالیو ګټونکي اعلان شوي وو.
۱۴۴۸/۳/۱۳ هـ ق
