د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسؤلینو له رسنیو او خبریالانو سره پر همکارۍ ټینګار وکړ

wasim_admin
دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۳۰ - ۱۵:۴۳
..

د هرات ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست او د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې له لوري د اطلاعاتو ته د لاسرسي په اړه مشورتي ناسته د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د مسؤلینو، یو شمېر خبریالانو او د رسنیو د استازو په ګډون ترسره شوه.
په لوېدیځ زون کې د افغان خبریالانو د خوندیتوب کمېټې مسؤول اطلاعاتو ته د لاسرسي د زمینې له برابرېدو او د رسنیو لپاره د اړتیا وړ معلوماتو په وړاندې کولو کې د مسؤلینو له همکارۍ خوښي څرګنده کړه او ویې ویل: دقیقو او پر وخت اطلاعاتو ته لاسرسی؛ د مستندو راپورونو د چمتو کولو او د ادارو د فعالیتونو او لاسته راوړنو د لا ښه انعکاس زمینه برابروي.
دغه راز د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د اطلاعاتو آمر وویل: د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د رسنیو او خبریالانو پوره ملاتړ کوي او اطلاعاتو ته د لاسرسي په برخه کې یې لازمې اسانتیاوې برابرې کړي دي.
ورته مهال، د هرات یو شمېر خبریالانو د امارتي ادارو د مسؤلینو او رسنیو ترمنځ د لا زیاتې همغږۍ غوښتنه وکړه او ټینګار یې وکړ، چې خبریالانو ته د اړتیا وړ معلوماتو او اطلاعاتو ورکول کولای شي چې د اطلاع‌رسونې بهیر لا پیاوړی کړي.

۱۴۴۸/۴/۸ هـ ق

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۱۵:۵۴
Background image

د لوحو او اعلاناتي تابلوګانو د اصلاح کمېسيون د دریمې ناحیې د لوحو ارزونه وکړه

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معینیت اړوند د لوحو او اعلاناتي تابلوګانو د اصلاح کمېسيون د خپلو ساحوي فعالیتونو په دوام د دریمې ناحیې (شهید څلور لارې) سیمې اړوند د لوحو او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۱۵:۴۹
Background image

سمنګان کې د خپرونو چارو معین د رسنیو له مسؤلینو او ژورنالیستانو سره وکتل

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معین ښاغلي مهاجر فراهي د یاد معینیت اړوند پر ټولیزو رسنیو د څار رئیس مولوي صفي الله رائد او د سمنګان ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولوي. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۱۵:۳۶
Background image

د باختر اژانس رئیس د (OANA) د ۶۵مې کالیزې په رسنیز فورم کې ګډون وکړ

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت اړوند د باختر اژانس رئیس مولوي احسان‌الله حسان د اسیا پاسیفیک خبري اژانسونو سازمان (OANA) د ۶۵مې کالیزې په مناسبت په مسکو کې د رسنیو په جوړ شوي فورم کې ګډون. . .

BACK TO NEWS