خوست کې د آزادۍ پنځمې کليزې په ویاړ شانداره مشاعره ترسره شوه

wasim_admin
پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۵ - ۱۰:۷
..

د خوست ولایت په پښتونستان پارک کې د افغانستان د عمومي راډیو ریاست له لوري د زمري ۲۴مې (د آزادۍ پنځمې کليزې) په ویاړ شانداره مشاعره ترسره شوه، چې زرګونو هېوادوالو، شاعرانو، لیکوالانو، فرهنګیانو او ترانه‌ ویوونکو پکې ګډون کړی و.
د مشاعرې په پیل کې د خوست ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولوي محمد صابر صابري ګډونوالو ته د ښه راغلاست ترڅنګ وویل: د افغانستان آزادي د زرګونو قربانیو، سرښندنو او نه ستړې کېدونکو مبارزو په پایله کې ترلاسه شوې ده. نوموړي آزادي د ټولو افغانانو ګډ ویاړ وباله او ټینګار یې وکړ، چې د دې ستر نعمت ساتنه د هر افغان ګډ مسؤلیت دی.
د مشاعرې په لړ کې د افغانستان د عمومي راډیو رئیس قاري یوسف احمدي آزادي د الله تعالی ستر نعمت وباله او ویې ویل: افغان ولس د تېرې یوې پېړۍ په اوږدو کې د بې‌سارو قربانیو په پایله کې د نړۍ درې سترې امپراتورۍ ماتې کړې دي، چې دا د هېواد د تاریخ یو ویاړلی باب ګڼل کېږي.
دغه راز په مشاعرې کې شاعرانو، ترانه ‌ویوونکو او ترنم کوونکو د هېواد د آزادۍ پنځمې کليزې په مناسبت خپل ملي، حماسي او ولسي شعرونه، غزلونه او ترانې هم وړاندې کړل، چې د ګډونوالو له لوري یې تود هرکلی وشو.

۱۴۴۸/۲/۲۲ هـ ق

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۴ - ۱۶:۱۶
Background image

د (حماسو کاروان) کتاب مخکتنه وشوه

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د فرهنګ او هنر معینیت اړوند د عامه کتابتونونو ریاست له لوري د حماسو کاروان (د سلګونو شهید شویو زده کوونکو ویاړلی کاروان، حماسې او خاطرې) کتاب مخکتنه وشوه، چې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۴ - ۱۴:۷
Background image

د ګرځندوی، مالي او اداري چارو معین له کویټي پانګه‌وال او السایر شرکتونو له رئیس سره ولیدل

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ګرځندوی، مالي او اداري چارو معین مولوي قدرت‌الله جمال له کویټي پانګه‌وال او د السایر شرکتونو له رئیس محمد ناصر محمد السایر سره، په کابل کې ولیدل، چې په دې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۴ - ۱۰:۳۳
Background image

د کاپیسا د اطلاعاتو او فرهنګ رییس د کوهستان حصه اول ولسوالۍ له رضاکارو ځوانانو سره وکتل

د کاپیسا ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ رییس مولوي کریم‌الله وثیق په خپل کاري دفتر کې د دې ولایت د کوهستان حصه اول ولسوالۍ د رضاکارو ځوانانو د کمېټې له رییس او غړو سره وکتل او له هغوی سره یې. . .

BACK TO NEWS