د خوست د اطلاعاتو او فرهنګ رئيس د لکڼو سیمې له ځوانانو سره د فرهنګي چارو د پراختيا په موخه ليدنه وکړه
د خوست د اطلاعاتو او فرهنګ رئيس مولوي محمد صابر صابري د مرکز اړوند د لکڼو سيمې له ځوانانو سره وکتل، په دې ناسته کې د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسؤلینو له لوري د سيمې د ځوانانو ستونزې او غوښتنې واورېدل شوې او د فرهنګي چارو د پراختيا په برخه کې د همکارۍ ډاډ ورکړل شو.
د ځوانانو په استازيتوب عبدالهادي وحدت د بېوزله زدهکوونکو لپاره د وړيا ټولګيو جوړول، د کاري فرصتونو زياتول، د ظرفيت لوړونې سيمينارونه، د فرهنګي فعاليتونو ملاتړ، د ځوانانو شورا جوړول، په فرهنګي پروګرامونو کې د سيمې د ځوانانو ونډه او د فرهنګي مرکز د جوړېدو لپاره د اړينو اسانتياوو برابرولو غوښتنه وکړه.
د اطلاعاتو او فرهنګ رئيس مولوي محمد صابر صابري د ځوانانو غوښتنې مهمې وبللې او ويې ويل: د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست به د خپل صلاحيت په چوکاټ کې د سيمې فرهنګي او علمي فعاليتونو ته ځانګړې پاملرنه وکړي. نوموړي له ځوانانو څخه وغوښتل چې د ځوانانو ټولنه جوړه او استازي یې د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست ته معرفي کړي، ترڅو چارې یې په منظم ډول پر مخ ولاړې شي.
نوموړي د مشاعرو او ادبي بهيرونو د پيل، د علمي او فرهنګي پروګرامونو د دوام او د ښوونځيو د رخصتيو پر مهال د زدهکړيزو پروګرامونو د پراخېدو ژمنه هم وکړه.
دغه راز د ځوانانو چارو آمر وويل: د ځوانانو مطرح شوې غوښتنې به له اړوندو ادارو سره شريکې او د حل لپاره به يې لازمې هلې ځلې وکړي. نوموړي ځوانان د علم، مهارتونو زده کړې، يووالي او سالمو فرهنګي او ورزشي فعاليتونو ته وهڅول.
۱۴۴۸/۲/۶ هـ ق
