د خوست د اطلاعاتو او فرهنګ رئيس د لکڼو سیمې له ځوانانو سره د فرهنګي چارو د پراختيا په موخه ليدنه وکړه‌

wasim_admin
ثلاثاء, يوليو 21 2026 10:41 صباحا
..

د خوست د اطلاعاتو او فرهنګ رئيس مولوي محمد صابر صابري د مرکز اړوند د لکڼو سيمې له ځوانانو سره وکتل، په دې ناسته کې د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسؤلینو له لوري د سيمې د ځوانانو ستونزې او غوښتنې واورېدل شوې او د فرهنګي چارو د پراختيا په برخه کې د همکارۍ ډاډ ورکړل شو.
د ځوانانو په استازيتوب عبدالهادي وحدت د بې‌وزله زده‌کوونکو لپاره د وړيا ټولګيو جوړول، د کاري فرصتونو زياتول، د ظرفيت لوړونې سيمينارونه، د فرهنګي فعاليتونو ملاتړ، د ځوانانو شورا جوړول، په فرهنګي پروګرامونو کې د سيمې د ځوانانو ونډه او د فرهنګي مرکز د جوړېدو لپاره د اړينو اسانتياوو برابرولو غوښتنه وکړه.
د اطلاعاتو او فرهنګ رئيس مولوي محمد صابر صابري د ځوانانو غوښتنې مهمې وبللې او ويې ويل: د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست به د خپل صلاحيت په چوکاټ کې د سيمې فرهنګي او علمي فعاليتونو ته ځانګړې پاملرنه وکړي. نوموړي له ځوانانو څخه وغوښتل چې د ځوانانو ټولنه جوړه او استازي یې د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست ته معرفي کړي، ترڅو چارې یې په منظم ډول پر مخ ولاړې شي.
نوموړي د مشاعرو او ادبي بهيرونو د پيل، د علمي او فرهنګي پروګرامونو د دوام او د ښوونځيو د رخصتيو پر مهال د زده‌کړيزو پروګرامونو د پراخېدو ژمنه هم وکړه.
دغه راز د ځوانانو چارو آمر وويل: د ځوانانو مطرح شوې غوښتنې به له اړوندو ادارو سره شريکې او د حل لپاره به يې لازمې هلې ځلې وکړي. نوموړي ځوانان د علم، مهارتونو زده کړې، يووالي او سالمو فرهنګي او ورزشي فعاليتونو ته وهڅول.

۱۴۴۸/۲/۶ هـ ق

تازه ترین اخبار

خميس, نوفمبر 26 2026 10:25 صباحا
Background image

توزيع مواد توعوية مطبوعة حول المرسوم رقم (١٧) في ولاية ميدان وردك

وزّعت رئاسة الإعلام والثقافة بولاية ميدان وردك، خلال تجمع شعبي واسع أُقيم في مركز الولاية بمدينة ميدان شهر، عشرات الكتيبات التوعوية واللافتات والملصقات وغيرها من المواد المطبوعة، التي. . .

خميس, نوفمبر 26 2026 10:22 صباحا
Background image

تنظيم لقاء توعوي في مديرية شاجوي حول مضامين المرسوم رقم (١٧)

عقد مسؤولو رئاسة الإعلام والثقافة بولاية زابل لقاءً توعوياً مشتركاً في مديرية شاجوي، بمشاركة مسؤولي المديرية، والعلماء، والوجهاء، ومئات من سكان المنطقة، وذلك في إطار الجهود الرامية إلى. . .

خميس, نوفمبر 26 2026 10:20 صباحا
Background image

تنظيم ورشة تدريبية لمدة يومين لمسؤولي المكتبات العامة في الأقضية والنواحي

نظّمت وزارة الإعلام والثقافة، ممثّلةً برئاسة المكتبات العامة التابعة لوكالة الثقافة والفنون، وبالتعاون مع مؤسسة شانتي (SVA)، ورشة تدريبية لمدة يومين حول دليل المكتبات، استهدفت عشرات. . .

BACK TO NEWS