پکتیا کې د رسنیو له مسؤلینو، خبریالانو او ویاندویانو سره د همغږۍ ناسته وشوه
د پکتیا اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسؤلینو رسنیزو سرغړونو ته د رسیدنې ولایتي کمیټې د استازو په شتون کې د رسنیو له مسؤلینو، خبریالانو او ویاندویانو سره د همغږۍ ناسته وکړه.
د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولوي فیض الله جوهري د رسنیو او خبریالانو د مسؤلیتونو په اړه خبرې وکړې او ویې وویل: د ټولنې اصلاح، پرمختګ او یووالي ساتل د رسنیو مسؤلیت دی.
دغه راز د پکتیا اطلاعاتو او فرهنګ ریاست اړوند د اطلاعاتو آمر د دغې ناستې موخه د رسنیو او امارتي ادارو تر منځ شته همغږي لا پیاوړې کول یاد کړل.
د ناستې په لړ کې د یو شمېر رسنیو استازو او خبریالانو د رسنیو د ستونزو د حل او له امارتي ادارو سره د همغږۍ د پیاوړتیا په اړه خبرې وکړې.
په پای کې د مسؤلینو له لوري د رسنیو او خبریالانو د ستونزو د حل او وړاندیزونو ته د رسیدو ډاډ هم څرګند شو.
