هلمند او نورستان ولایتونو کې ځوانانو ته د وړیا زده کړو زمینه برابره شوه

wasim_admin
یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۲ - ۱۰:۲۷
...

د هلمند ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست اړوند ښوونیزو مرکزونو کې شاوخوا ١٣٠٠ تنو زده کوونکو ته د فکري او اصلاحي پروګرامونو ترڅنګ د کمپیوټر پروګرامونو، عربي او انګلیسي ژبو د زده کړو زمینه برابره شوه، همدرانګه د نوستان ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست اړوند ښوونیزو مرکز کې شاوخوا ۲۰۰ تنو زده کوونکو ته د فکري او اصلاحي پروګرامونو ترڅنګ د ژورنالیزم، ویناوالۍ، انګلیسي ژبې او کمپیوټر پروګرامونو د زده کړو زمینه برابره شوه.
د دواوړو ولایتونو د اطلاعاتو او فرهنګ ریاستونو مسؤلین وايي؛ چې د ځوانانو فکري روزنه او د هغوی لپاره د عصري زده‌کړو زمینه برابرول یې کاري لومړيتوب دی، ځوانان باید د دیني علومو ترڅنګ په عصري علومو او مسلکي مهارتونو هم سمبال شي، ترڅو د هېواد او ټولنې په پرمختګ کې اغېزمن رول ولوبوي.
مسؤلینو همداراز د انګلیسي او عربي ژبې، کمپیوټر پروګرامونو، ژورنالیزم او ویناوالۍ زده‌کړې د اوسني عصر له مهمو اړتیاوو څخه وبللې او ټینګار یې وکړ، چې د دغو مهارتونو زده‌کړه ځوانانو ته د علمي پرمختګ او د ټولنې د خدمت زمینه برابروي.
ورته مهال ځوانانو د دغو وړیا زده کړو زمینې برابرولو څخه خوښي څرګنده کړه او د ولایتونو نورو ولسوالیو ته هم د دغو خدماتو د پراختیا غوښتونکي شول، ترڅو بېوزله ځوانانو ته هلته هم د زده کړو مناسب فرصتونه برابر شي.

۱۴۴۸/۴/۲۱ هـ ق

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۰ - ۱۳:۱۸
Background image

د کتاب ارزونې کمېسیون نوبتي غونډه وشوه

دوشنبه (۲۹ ربیع‌الثاني ۱۴۴۸) د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د کتاب ارزونې کمېسیون نوبتي غونډه د کمېسیون د غړو په شتون کې ترسره شوه.
په دې غونډه کې د یو شمېر کتابونو په اړه لازمې پرېکړې وشوې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۰ - ۱۰:۱۶
Background image

د ازبکستان فرهنګي پلاوي د فاریاب د اندخوی ولسوالۍ له تاریخي آبداتو څخه لیدنه وکړه

د ازبکستان  جمهوريت فرهنګي پلاوي د دواړو هېوادونو ترمنځ د فرهنګي اړیکو د پیاوړتیا او د تاریخي آبداتو د لیدنې په موخه، د فاریاب ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له مسوولینو، سیمه‌ییزو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۰ - ۱۰:۶
Background image

میدان وردګو کې لسګونو زده کوونکو ته علمي سیمینار وړاندې شو

د میدان وردګو ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولوي حبیب‌ الله مجاهد په دې ولایت کې د یوه خصوصي لېسې لسګونو زده‌ کوونکو او استادانو ته د زده‌ کړو د ارزښت په اړه علمي سیمینار وړاندې کړ.
ښ. . .

BACK TO NEWS