فاریاب کې له ګڼ شمېر فرهنګیانو او لیکوالانو سره د همغږۍ غونډه وشوه

wasim_admin
شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۷ - ۱۵:۵۸
.

د فاریاب ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د البرز علمي او فرهنګي ادارې په همغږۍ له ګڼ شمېر قلموال مبارزینو، د ټولنیزو شبکو فعالانو، ځوانانو او فرهنګي څېرو سره د همغږۍ د پیاوړتیا، د فرهنګي فعالیتونو د انسجام او عامه پوهاوي د لوړولو په موخه د همغږۍ غونډه ترسره شوه.
د فاریاب د اطلاعاتو او فرهنګ رییس مولوي شمس‌الدین محمدي د عامه پوهاوي د لوړولو او د ټولنې د اصلاح په برخه کې د قلموالو مبارزینو، لیکوالانو، ځوانانو او فرهنګي فعالانو رول مهم وباله او ویې ویل: د فرهنګ، علم او سالم فکر ترویج د فکري ودې او ټولنیز یووالي د پیاوړتیا زمینه برابروي.
نوموړي له فرهنګي فعالانو څخه وغوښتل، چې د قلم او ټولنیزو رسنیو له ظرفیت څخه د رغنده پیغامونو د لېږد، عامه پوهاوي او په ټولنه کې د مثبتو ارزښتونو د ترویج لپاره ګټه واخلي.
د غونډې په لړ کې د زمري ۲۴ (د فتحې ورځې) د مراسمو د ترسره کولو لپاره چمتووالی وارزول شو او د دې مناسبت د شاندارې نمانځنې په موخه د هر اړخیزې همغږۍ پر اړتیا ټینګار وشو.
همدارنګه، یو شمېر ویناوالو علم، قلم او فرهنګي فعالیتونه د ټولنې د پرمختګ له مهمو عواملو څخه وبلل او د فرهنګي او عامه پوهاوي د پروګرامونو پر پراختیا یې ټینګار وکړ.
د غونډې په پای کې، ګډونوالو د همکارۍ، انسجام او ګډو فرهنګي فعالیتونو د پراختیا په اړه خپل نظرونه او وړاندیزونه شریک کړل او د دغه ډول غونډو د دوامداره جوړیدو غوښتونکي شول

۱۴۴۸/۲/۲۴ هـ ق

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۶:۳
Background image

د خپرونو چارو معینیت له لوري د خبریالانو د فکري، عقیدوي او مسلکي ظرفیت لوړونې په موخه روزنیز سیمینار ترسره شو

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معینیت له لوري د بلخ د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست په همکارۍ د خبریالانو د فکري، عقیدوي او مسلکي ظرفیت لوړونې په موخه یو ورځنی روزنیز سیمینار په. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۵:۱۷
Background image

د خپرونو چارو معین بلخ کې د رسنیو له مسؤلینو او ژورنالیستانو سره وکتل

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معین ښاغلي مهاجر فراهي د یاد معینیت اړوند پر ټولیزو رسنیو د څار رئیس مولوي صفي الله رائد، د وزارت حقوقي سلاکار مولوي رحمت الله نړیوال او د بلخ د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۶/۲۸ - ۱۵:۴
Background image

د چهلستون تاریخي منار د وضعیت ارزونه وشوه

د کابل اطلاعاتو او فرهنګ ریاست اړوند پلاوي د چهلستون تاریخي منار څخه لیدنه وکړه.
د دې لیدنې موخه د یاد تاریخي منار د اوسني وضعیت ارزونه او د دغه منار د ساتنې او خوندیتوب په اړه د موجودو. . .

BACK TO NEWS