د لوحو او اعلاناتي تابلوګانو د اصلاح کمېسيون د کابل د ۲مې ناحیې اړوند د لوحو او اعلاناتي تابلوګانو ارزونه او څارنه وکړه

wasim_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۰ - ۱۶:۳۳
..

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معینیت اړوند د لوحو او اعلاناتي تابلوګانو د اصلاح کمېسيون د خپلو ساحوي فعالیتونو په دوام د ۲مې ناحیې (بهارستان) سیمې اړوند د لوحو او اعلاناتي تابلوګانو ارزونه او څارنه وکړه.
په پیل کې د کابل ښاروالۍ د فرهنګي چارو ریاست استازي انعام الله اماني او د یاد کمېسیون غړو له اصنافو، کسب کارانو او هټیوالو سره د کمېسیون د فعالیتونو په اړه معلومات شریک کړل.
وروسته د کمېسیون غړو په یاده سیمه کې د لوحو او اعلاناتي تابلوګانو هر اړخیزه ارزونه ترسره کړه او د یو شمېر غیرمعیاري لوحو او اعلاناتي تابلوګانو د اصلاح په اړه لازمې سپارښتنې وکړې.
همدارنګه، د هغو لوحو او اعلاناتي تابلوګانو لپاره چې بهرني اصطلاحات او کلمې پکې کارول شوې وې، د کمېسیون مسلکي غړو یې په ملي ژبو مناسب بدیلونه وړاندې کړل. سربېره پر دې، د هغو لوحو او اعلاناتي تابلوګانو په اړه چې زړې او خرابې شوې وې، غیرشرعي انځورونه یې لرل، په نامناسبو ځایونو کې نصب شوې وې او یا یې بې‌مفهومه محتوا لرله، د اصلاح په موخه لازمې سپارښتنې وړاندې شوې.
د یادونې وړ ده، چې په دې پروګرام کې په کلي توګه ۳۰۰ لوحې او اعلاناتي تابلوګانې و ارزول شوې.

۱۴۴۸/۳/۱۸ هـ ق

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۴ - ۱۰:۲۰
Background image

د هرات د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس د سیاحتي، زیارتي او روغتیايي شرکتونو د اتحادیې له مسؤلینو سره وکتل

د هرات د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولوي عتیق‌الله عزیزي، د دې ولایت د سیاحتي، زیارتي او روغتیايي شرکتونو د اتحادیې له مسؤلینو او د یو شمېر سیاحتي، زیارتي او روغتیایي شرکتونو له مسؤلینو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۲ - ۱۲:۲۲
Background image

د اطلاعاتو او فرهنګ ریاستونو اړوند وړیا ښوونیز مرکزونو څخه سلګونه زده کوونکي فارغ شول

د کونړ او غزني د اطلاعاتو او فرهنګ ریاستونو اړوند د وړیا ښوونیزو مرکزونو له انګلیسي او کمپیوټر ټولګیو څخه شاوخوا ۱۹۰ تنه زده کوونکي فارغ شول.
فراغت غونډې ته د وینا پرمهال د اطلاعاتو او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۲ - ۱۰:۱۷
Background image

غزني کې (د رسنیزې پوهې او فکري اصلاح) په نوم یو ورځنی سیمینار وړاندې شو

د غزني ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د دغه ولایت د پوهنې ریاست په همغږۍ (د رسنیزې پوهې او فکري اصلاح) په نوم ګڼ شمېر استادانو، فرهنګیانو، زده کړیالانو، زده‌کوونکو او ځوانانو. . .

BACK TO NEWS