د رسنیو له مسؤلینو، خبریالانو او د حکومتي ادارو له ویاندویانو سره د همغږۍ غونډه وشوه
د بادغیس ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د رسنیزو چارو د لا ښه والي او اطلاعاتو ته د لاسرسي په موخه، د رسنیو له مسؤلینو، خبریالانو او د حکومتي ادارو له ویاندویانو سره د همغږۍ غونډه وشوه.
د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس آخندزاده مطیعالله متقي رسنۍ د معلوماتو رسولو په برخه کې اغېزمنې وسایل یادې کړې او د منظمو رسنیزو فعالیتونو پر دوام یې ټینګار وکړ.
نوموړي د سیمهییزو رسنیو له مسؤلینو وغوښتل چې خپل فعالیتونه د اصولو مطابق او په منظمه توګه ترسره کړي، ښاغلي متقي ټینګار وکړ، چې رسنۍ دې د اسلامي نظام لاسته راوړنې او د مشرتابه(حفظه الله) فرامین په پراخه او اغیزمنه توګه تر خلکو ورسوي.
۱۴۴۸/۶/۱۱ هـ ق
