جهادي موزیم ته د ۲۰ کلنې جهادي دورې اړوند ۳۴ قلمه اثار وسپارل شول

wasim_admin
Mon, Jun 29 2026 10:43 AM
..

د پنجشېر اطلاعاتو او فرهنګ ریاست اړوند جهادي موزیم ته د پنجشېر د جزا دیوان د ریاست اوسني رئیس او ډلګي مشر مولوي محمد اکرام فکور له لوري د شل کلن جهادي دورې اړوند ۳۴ قلمه اثار وسپارل شول.
د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولوي نصرالله ملک‌زاده د مجاهدینو، په ځانګړي ډول د مولوي محمد اکرام فکور، له همکارۍ څخه د مننې ترڅنګ وویل: د جهادي موزیم د بډاینې په برخه کې دا ډول همکارۍ ډېر ارزښت لري. نوموړي ډاډ څرګند کړ، چې دغه اثار به په مناسب ډول خوندي او وساتل شي. ښاغلي ملک زاده د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست جهادي موزیم لپاره د لا ډېرو وسایلو او امکاناتو پر برابرولو ټینګار وکړ.
ورته مهال د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د جهادي اثارو د ساتنې مسوول وویل؛ په دغو ۳۴ قلمه اثارو کې د سپکو او درنو وسلو مرمۍ، لاسي بم، د چسپکي ماینونو په جوړولو کې کارېدونکې لیتیومي بټرۍ، د چسپکي ماین ځانګړې پټاقۍ او د ثانیه‌سوځ فیته شامل دي.
دغه راز مولوي محمد اکرام فکور د یادو اثارو د سپارلو پر مهال ټینګار وکړ، چې په راتلونکې کې به هم د جهادي اثارو د راټولولو او ساتنې په برخه کې له اطلاعاتو او فرهنګ ریاست سره خپلو همکاریو ته دوام ورکړي.

۱۴۴۸/۱/۱۳ هـ ق

تازه ترین اخبار

Wed, Oct 28 2026 2:53 PM
Background image

Training Programme for Poets and Nasheed Reciters Held in Kandahar

A training programme for poets and nasheed reciters was held at the House of Ahmad Shah Baba in Kandahar through the joint efforts of the Ministry of Information and Culture’s. . .

Wed, Oct 28 2026 1:13 PM
Background image

Deputy Minister for Arts and Culture Inspects Ahmad Shah Baba’s House in Kandahar

Sheikh Abdul Rahman Tayebi, Deputy Minister for Arts and Culture at the Ministry of Information and Culture, visited the house of Ahmad Shah Baba, the founder of the Durrani Empire, and. . .

Wed, Oct 28 2026 11:50 AM
Background image

Deputy Minister for Arts and Culture Meets Kandahar Governor

Sheikh Abdul Rahman Tayebi, Deputy Minister for Arts and Culture at the Ministry of Information and Culture, met with Kandahar Governor Mullah Shirin Akhund during an official visit to. . .

BACK TO NEWS