د ځوانانو د سوداګریزو وړتیاوو د پراختیا مرکز کې بله روزنیزه دوره پیل شو

wasim_admin
پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱ - ۹:۲۵
..

د جوزجان ولایت د ځوانانو د سوداګریزو وړتیاوو د پراختیا مرکز کې نوې روزنیز دوره د سیمه‌ییزو مسوولینو، ځوانانو او د اکټېډ مؤسسې د مسوولینو په حضور کې په رسمي ډول پیل شو.
د جوزجان د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولوي سیف‌الدین معتصم د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو پر اهمیت ټینګار وکړ او له ځوانانو څخه یې وغوښتل چې له دې فرصت څخه غوره ګټه واخلي، د وخت له اړتیاوو سره سم مهارتونه زده کړي او د کارموندنې او ځان‌بسیاینې لپاره زمینه برابره کړي.
ورته مهال د جوزجان والي مولوي عبدالله سرحدي د ځوانانو د علمي ظرفیت او وړتیاوو لوړونې په برخه کې پانګونه د ټولنې له اساسي اړتیاوو څخه وبلله او ویې ویل: د ځوان نسل ظرفیت لوړونه د هېواد د پرمختګ، ودې او روښانه راتلونکي لپاره مهم بنسټ جوړوي. نوموړي د دغو روزنیزو پروګرامونو د پلي کولو په برخه کې د اکټېډ مؤسسې او د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له همکاریو څخه مننه وکړه.
په جوزجان کې د اکټېډ مؤسسې ولایتي مسوول وویل: دا پروګرام د شپږو میاشتو لپاره جوړ شوی او د جوزجان د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست په همغږۍ او همکارۍ ترسره کېږي، چې په ترڅ کې به یې ۸۰۰ ځوانانو ته د انګلیسي ژبې، کمپیوټر، آنلاین سوداګرۍ (امازون) او مصنوعي ځیرکتیا (AI) په برخو کې روزنه ورکړل شي.
د اکټېډ مؤسسې ولایتي مسوول زیاته کړه، چې د تخصصي زده‌کړو ترڅنګ به د دې مرکز ګډونوالو لپاره د رسنیزو، ورزشي سیالۍ او د سیرت النبي (ﷺ) ازموینې په ګډون به بېلابېل پروګرامونه هم جوړ شي. د نوموړي په وینا، د دې مرکز په تېرو څلورو پړاوونو کې ۲ زره او ۷۵۴ ځوانانو له روزنیزو او ظرفیت لوړونې پروګرامونو څخه مستفد شوي دي.
یو شمېر هغو ځوانانو چې په دې مرکز کې نوي جذب شوي، د دغه روزنیزې دورې له پیل څخه د هرکلي کولو ترڅنګ د ورته پروګرامونو پر دوام ټینګار کوي .

۱۴۴۸/۲/۸ هـ ق

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱ - ۱۱:۸
Background image

دیدار رییس کتاب‌خانه‌های عامه با مسوولان کتاب‌خانه ملی مالیزیا 

دکتور رفیع الله صمیم رییس کتاب‌خانه‌های عامهٔ وزارت اطلاعات و فرهنگ امارت اسلامی افغانستان با مسوولان کتاب‌خانه ملی در شهر کوالالمپور مالیزیا دیدار کرد.
در این نشست، دو جانب در رابطه به. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱ - ۹:۲۹
Background image

آغاز دور جدید برنامه مرکز انکشاف استعدادهای تجاری جوانان در جوزجان

دور جدید برنامه‌های آموزشی مرکز انکشاف استعدادهای تجاری جوانان با حضور مسوولان محلی، جوانان و مسوولان دفتر اکتید، به‌گونه رسمی در ولایت جوزجان آغاز شد.
مولوی سیف‌الدین معتصم رییس. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳۱ - ۱۲:۵۷
Background image

فراغت ده‌ها جوان از برنامهٔ آموزشی تطبیقات و کمک‌های اولیهٔ صحی در پروان

آمریت امور جوانان ریاست اطلاعات و فرهنگ، حدود یک ماه قبل چهارمین دور برنامهٔ آموزشی تطبیقات و کمک‌های اولیهٔ صحی را با اشتراک ۵۰ تن راه‌اندازی نموده‌بود که طی محفلی فارغ شدند.
مولوی شمس. . .

BACK TO NEWS