د هلمند ښوونيز مرکز څخه سلګونه ځوانان فارغ شول

tawana_admin
Wed, Jan 15 2025 10:27 AM
سیبلات

د هلمند ولایت  داطلاعاتو او کلتور ریاست د ځوانانو چارو آمریت له لوري د هلمند ښوونیز مرکز له ۴۹۵ تنو شاګردانو څخه د پنځمې دورې د کمپیوټر برخه کې تر دوه مياشتنيو زده کړو وروسته  ازموینه واخېستل شوه.
د ځوانانو چارو آمر مولوي حیات الله یوسف د خپلو خبرو پر مهال د هلمند ښوونیز مرکز له استادانو څخه مننه وکړه، چې د ځوانانو د زده کړو لپاره شپه او ورځ هڅې کوي، ترڅو راتلوونکی نسل په ښه ډول وروزي.
نوموړي وویل: په یاد ښوونیز مرکز کې مو زده کوونکو ته په مختلفو برخو کې د زده کړو زمينه برابره کړې ده، چې نن مو د ۴۹۵ تنو زده کوونکو څخه د کمپیوټر د ورډ او پاورپواینټ برخو کې تر دوو میاشتنیو زده کړو وروسته په شفاف ډول ازموینه واخېسته.
د یادونې وړ ده، چې د هلمند د اطلاعاتو او کلتور ریاست هڅه کوي، تر څو هلمندي بچیان د تعلیم په ګاڼه سمبال ټولنې ته وړاندې کړي، چې تر دې مهاله یې شاوخوا ۱۰۰۰ تنه ځوانان له زده کړو فارغ او ټولنې ته د خدمت په موخه وړاندې کړي دي.

۱۴۴۶/۷/۱۴ ق
۱۴۰۳/۱۰/۲۶ ل