ملا خیرالله خیرخواه: تاریخي آثار د ملتونو ګډ میراث دی

tawana_admin
Wed, Jan 08 2025 8:27 PM
fghjkl

چهارشنبه(۸ د رجب ۱۴۴۶) د اطلاعاتو او کلتور وزارت وزير الحاج ملا خیرالله خیرخواه په خپل کاري دفتر کې د اروپايي اتحادیې له نوې شارژدافیرې میرمن بوسکوویچ پوهار ویرانیکا او ورسره پلاوي سره وکتل.
په دې ناسته کې دواړو خواوو د فرهنګي میراثونو د ساتنې، د يادو آثارو د ارزښت او عامه پوهاوي په اړه خبرې او د نظرياتو تبادله وکړه.
د اطلاعاتو او کلتور وزارت وزير د فرهنګي میراثونو په ساتنه کې د اروپايي اتحادیې له همکارۍ مننه وکړه او په دې برخه کې یې د لا زیاتې همکارۍ غوښتنه وکړه.
 ښاغلي خيرخواه زیاته کړه؛ د فرهنګي میراثونو ساتنه یوازې د افغانانو دنده نه ده، بلکې دا د نړۍ د ټولو خلکو ګډ مسؤلیت دی، چې له افغانستان سره په دې برخه کې بشپړه مرسته وکړي.
په پای کې د اروپايي اتحادیې شارژدافیرې میرمن بوسکوویچ پوهار ویرانیکا د افغانستان د فرهنګي میراثونو په ساتنه کې د هر اړخیزې همکارۍ ډاډ ورکړ.

۱۴۰۳/۱۰/۱۹ ھـ ل
۲۰۲۵/۱/۸ زېږديز