يو بهرني سيلاني له ننګرهار ولايت څخه ليدنه وکړه

wares_admin
Tue, Feb 13 2024 10:33 AM
….

تېروه ورځ د جرمني هيواد يو تن سيلاني ننګرهار ولايت ته د سياحت په موخه سفر وکړ او د تاريخي آبدو، تفريحي او سياحتي سيمو څخه يې ليدنه وکړه.

د ننګرهار ولايت د اطلاعاتو اوکلتور رياست د ګرځندوی آمر محمد يعقوب ايوبي وويل: د جرمني هيواد اوسيدونکي ننګرهار ولايت ته د تفريحي او سياحتي سيمو او تاريخي آبدو څخه د ليدنې په موخه راغلی دی.

ياد سيلاني وويل: خوښ یم، چې تر بل هر وخت اوس افغانستان پوره امن دی او له ټولو سیلانیانو غوښتنه کوم، چې راشئ او د افغانستان له ښکلي طبیعت او ښايسته سیمو څخه لیدنې وکړئ او له سیاحت څخه خوند واخلئ.

۱۴۴۵/۸/۲ هـ ق
۱۴۰۲/۱۱/۲۳ هـ ل