د جوزجان ولایت د اطلاعاتو او کلتور رئيس د آقچې ولسوالۍ د سياحتي شرکتونو له مسؤلينو سره وکتل

wares_admin
Mon, Nov 20 2023 9:29 AM
.....


تېره ورځ د جوزجان ولایت د اطلاعاتو او کلتور رئيس مولوي سیف الدین متعصم په خپل کاري د فتر کې د آقچې ولسوالۍ د سياحتي شرکتونو له مسؤلينو سره وکتل.
د یادو شرکتونو مسؤلینو د اطلاعاتو او کلتور له رئیس سره د سیاحتي شرکتونو د ستونزو په اړه خبرې وکړې او په دې اړه یې د همکارۍ غوښتنه وکړه.
ورپسې ښاغلي معتصم دوی ته د ستونزو د حل په برخه کې ډاډ ورکړ او له دوی یې و غوښتل چې خپل فعالیتونه  مو د اطلاعاتو او کلتور وزارت د طرزالعمل سره سم په مخ یوسئ.

۱۴۴۵/۵/۵ هـ ق
۱۴۰۲/۸/۲۸ هـ ش