د رسنیزو تخطیو د ارزونې کمېسیون نوبتي غونډه ترسره شوه

wares_admin
Tue, Sep 19 2023 5:35 PM
......

نن سه شنبه (۱۴۴۵/۳/۴ هـ ق) د اطلاعاتو او کلتور وزارت مقام کې د رسنیزو تخطیو د ارزونې کمېسیون غونډه ترسره شوه. 

غونډه کې د اطلاعاتو او کلتور وزارت سرپرست ملا خيرالله خیرخواه، د نشراتو معین مهاجر فراهي، د رسنیو د څار رئيس ډاکتر عبدالواحد ریان، د ګڼ شمېر رسنیو نهادونو استازو او د کمېسیون غړو ګډون درلود.

لومړی د کمېسیون ټولو غړو د رسنیو پر روان فعالیت او د رسنیو د تخطیو په اړه مفصلې خبري وکړې. 
ورپسې د اطلاعاتو او کلتور محترم وزیر په خپلو خبرو کې وویل: د رسنیو لپاره مو بېلابېل سهولتونه برابر کړي دي، د دوی ستونزو ته مو تر یوې کچې رسېدګي کړې ده، هغه زیاته کړه رسنۍ مکلفي دي چې د هيواد ملي منافع او اسلامي ارزښتونه ته په کتو خپل فعالیت ته دوام ورکړي.