د کتابونو ارزونې کمېسیون نوبتي غونډه ترسره شوه

rahmatullah
Mon, Jan 23 2023 9:49 PM
;LxSD,


نن دوشنبه ۱۴۴۴/۶/٣۰ هـ ق د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د نشراتو معينيت کې د نشراتو معین مهاجر فراهي په مشرۍ د کتابونو د ارزونې کمېسیون غونډه ترسره شوه، چې پکې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د بیهقي ریاست رئيس ځانواک مفتي زاده، د رسنيو پر نشراتو د څار رئيس عبدالحق حماد، د لوړو زده کړو وزارت د بهرنيو هيوادونو د تحصيلي اسنادو ارزونې او معادلت رياست رئیس مولوي احمد تقي او د کمېسيون نورو غړو ګډون کړی ؤ. 
غونډه د قرآن کريم په مبارکو آياتونو پیل شوه، ورپسې د نشراتو معين ښاغلي مهاجر فراهي د یاد کمېسيون کارونه مثبت ارزیابي کړل او د کمېسيون فعاليتونه يې وستايل. 
همدا راز په یاده غونډه کې د څو ټوکو بېلابېلو کتابونو ارزونه ترسره شوه.