د اطلاعاتو او فرهنګ وزیر: رسنۍ دې یوازې حقایق نشر کړي

گمنام (غیر مصدقہ)
Wed, Dec 15 2021 1:30 PM
د اطلاعاتو او فرهنګ وزیر: رسنۍ دې یوازې حقایق نشر کړي

د افغانستان اسلامي امارت د اطلاعاتو او فرهنګ سرپرست وزیر ملا خیر الله خیر خواه نن د دغه وزارت او یو شمېر نورو ادارو له ویاندویانو سره په غونډه کې د رسنیو پر یو شمېر سرغړونو خبرې وکړې.
د باختر آژانس د خبر له مخې؛ په دې غونډه کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزیر د وروستیو هغو راپورنو چې واقعیت نه لري او پر افغاني کرنسۍ یې هم منفي اغېز کړی خبرې وکړې او لازم تصمیمونه ونیول شول.
هغه له رسنیو غوښتنه وکړه چې د مطبوعاتو له اصول سره سم خپل فعالیت وکړي، حقایق نشر کړي او د ټولنې رښتینی انځور نړۍ ته وړاندې کړي.
دا په داسې حال کې ده چې په هېواد دننه او بهر کې یو شمېر رسنۍ د نورو د ګټو لپاره د افغانستان پر زیان تبلیغات کوي چې دغه ناسم تبلیغات هېڅ حقیقت نه لري.