د رسنیو مسؤلینو او خبریالانو ته (په اسلام کې د رسنیو ارزښت) په نوم روزنیز سمینار وړاندې شو

wasim_admin
Tue, Apr 14 2026 11:55 AM
..

د لوګر اطلاعاتو او کلتور ریاست او الکوثر فکري او فرهنګي ادارې په ګډو همکاریو د رسنیو شل تنو مسؤلینو او خبریالانو ته (په اسلام کې د رسنیو ارزښت) په نوم یو ورځنی روزنیز سیمینار وړاندې شو. 
مسؤلینو د اسلام دین په رڼا کې د رسنیو د ارزښت او د خبریالانو د حقوقو په اړه د معلوماتو وړاندې کولو ترڅنګ وویل: د فکري یرغل پر وړاندې د مبارزې ډګر کې د رسنیو او خبریالانو خدمات او هلې ځلې خورا مهمې دي، اسلامي امارت رسنیو ته ځانګړې پاملرنه کړې او ښه فرصتونه یې ورته برابر کړي دي.
دغه راز مسؤلینو لوګر کې د ښوونې او روزنې په برخه کې د رسنیو هڅې وستایلې او ټینګار یې وکړ، چې ورته علمي پروګرامونه دې لا زیات جوړ شي.

۱۴۴۷/۱۰/۲۷ هـ ق