د اطلاعاتو او کلتور وزیر له ملي موزیم څخه لیدنه وکړه

wasim_admin
Tue, Nov 18 2025 9:22 AM
...

د اطلاعاتو او کلتور وزير شيخ شېراحمد حقاني صاحب د یو پلاوي په ملتیا د افغانستان ملي موزیم له چارو څخه څارنه او لیدنه وکړه.
د ملي موزیم د رئيس مولوي صبغت‌الله عابد له لوري ښاغلي حقاني صاحب او ورسره مل پلاوي ته د ملي موزیم له بېلابېلو نندارتونونو او څانګو څخه د لیدنې جریان کې، د نندارتونونو او آثارو په اړه هر اړخیز معلومات ورکړل شول.
د ملي موزیم رئيس وویل: خوښ یو چې د اطلاعاتو او کلتور وزارت رهبري د افغانستان ملي موزیم روان بهیر څخه له نژدې  لیدنه کوي، ملي موزيم د هېواد له لویو تاریخي او کلتوري مرکزونو څخه شمېرل کېږي او زرګونه ارزښتمن تاریخي او کلتوري آثار پکې ساتل کېږي.
د اطلاعاتو او کلتور وزير شيخ شېراحمد حقاني صاحب ملي موزیم د هېواد په کچه له مهمو ریاستونو څخه وباله او د ملي موزیم ریاست د علمي، تاریخي او کلتوري فعالیتونو د قدردانۍ ترڅنګ يې د هېواد تاریخي او کلتوري میراثونو د ساتنې، پالنې او خونديتوب پر اهمیت ټینګار وکړ.

۱۴۴۷/۵/۲۷ هـ ق