له ځوانانو، فرهنګیانو او ليکوالانو سره د یووالي او همغږۍ غونډه وشوه

wasim_admin
Thu, Nov 13 2025 11:55 AM
...

د ميدان وردګو ولايت د اطلاعاتو او کلتور رياست په مشرۍ د دغې ولايت له ګڼ شمېرځوانانو، فرهنګیانو او ليکوالانو سره د یووالي او همغږۍ غونډه وشوه، چې پکې د میدان وردګو والي الحاج ملا خیرالله خیرخواه، د اطلاعاتو او کلتور ریاست مسؤلینو، علماء کرامو، فرهنګپالانو، لیکوالانو او ځوانانو ګډون کړی وو.
د اطلاعاتو او کلتور رئیس مولوي حبيب الله مجاهد د غونډې ګډونوالو ته د ښه راغلاست ویلو ترڅنګ د ځوانانو په یووالي ټينګار وکړ او ویې ویل: اسلامي نظام د افغان مجاهد ملت په بې شمېره قربانيو سره رامنځته شوی، اوس بايد ځوانان او د قلم خاوندان د خپل نظام او هېواد د ساتنې او دفاع په خاطر په ژبه او قلم سره په میړانه جهاد وکړي او د اسلامي نظام او اصیل افغاني فرهنګ ريښتينی انځور د قلم په ژبه تر نړیوالو پورې ورسوي.
دغه راز د میدان وردګ والي الحاج ملا خیرالله خیرخواه له لیکوالانو او د قلم له خاوندانو څخه وغوښتل، چې د ولسونو د یووالي، د ټولنې د پرمختګ او ابادۍ لپاره د لیکنو له لارې ډېرې هڅې وکړي او د هغو تبلیغاتو مخه ونیسي، چې زموږ د یووالي او پرمختګ مخه نیسي او یووالي ته زیان رسوي. 
د جهادي مدرسې مهتمم او د علماوو شورا رئیس د قلمي مبارزې په ارزښت او تاریخ خبرې وکړې او ویې ویل: کفار هیڅ وخت نه غواړي، چې مسلمانان هوسا او د یووالي ژوند ولري، نوموړي له لیکوالانو څخه وغوښتل، چې پخپلو لیکنو کې د یووالي لپاره کار وکړي او د اسلامي ټولنې د پرمختګ لپاره ډېر څه وکړي. 
د یادونې وړ ده، چې په غونډه کې د ولایت مقام لخوا ګډونوالو ته بېلابېلې ډالۍ هم ورکړل شول.

۱۴۴۷/۵/۲۲ هـ ق