په خوست کې د ((ښکلو هنرونو خصوصي نندارتون)) پرانیستل شو

farzad_moicgovaf
چهارشنبه ۱۳۹۹/۷/۱۶ - ۸:۵۸
په خوست کې د ((ښکلو هنرونو خصوصي نندارتون)) پرانیستل شو

د ښکلو هنرونو یاد نندارتون، چې د اسماعیل ځدران د هنر برخه ده نن ورځ د هنر د ورځې په ویاړ په خوست کې  پرانیستل شو.
په یاد نندارتون کې په سلګونو د هنر او انځورګرۍ برخې هنري تابلوګانې او هنري اثار شتون لري.
د خوست د اطلاعاتو او فرهنګ رییس محمد انور زاهد د نندارتون په پرانېسته کې وویل چې دا د هنر په برخه کې ستره لاسته راوړنه ده او د بېلا بېلو وختونو هنر ، انځورګري  او لاسي تابلوګانې په کې شتون لري.
هغه د هنر په برخه کې د استاد اسماعیل ځدران د کارونو ستاینه وکړه او د همکارۍ  ډاډ یې ورکړ.
د خصوصي هنرونو د نندارتون استاد اسماعیل ځدران د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له  رهبرۍ او کارکوونکو مننه وکړه چې تل یې همکاري کړې او ډاډ یې ورکړ چې یاد نندارتون به لا نور غني کړي.
هغه وویل چې په دغه نندارتون کې هغه هنرونه او تابلوګانې شتون لري چې دېرش کاله مې پرې خواري کړې او له بېلا بیلو پلاستیکي، شیشه يي، اوسپنیزو پیسو او کاغذي توکو مې کار اخیستي، منارونه او نقشې  مې جوړې  کړې چې هرې یوې ته مې ځانګړي نومونه غوره کړې دي.
دیادونې وړ ده چې استاد اسمعیل ځدران په خپل نندارتون کې تر ۱۰۰۰ پورې هنري تابلوګانې او آثار لري.
متون / د تلې ۱۶ مه / باختر

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۰/۳/۱۹ - ۲۰:۵۵
Background image

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د استاد محمد حسین سرآهنګ ۳۹ تلین ونمانځه

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت نن په ملي ګالري کې د موسیقۍ د سرتاج ارواښاد استاد محمد حسین سر آهنګ ۳۹ تلین ونمانځه.

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست محمد طاهر زهیر په دې نمانځغونډه کې د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۰/۳/۱۹ - ۱۱:۵۱
Background image

د افغانستان د بنسټګر احمد شاه بابا د کور د ترمیم چارې پيل شوې

د ښار جوړولو وزارت په قندهار ښار کې د ستر امپراتور احمد شاه بابا د کور د ترمیم لومړنۍ چارې نن پيل کړې.
د باختر آژانس د سیمه ييز خبریال د خبر له مخې؛ د ښار جوړولو وزارت د تاریخي آبدو د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۰/۳/۱۸ - ۱۱:۴۷
Background image

هارون حکيمي: د هېواد د فرهنګي ميراثونو ساتنه، د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له لومړيتوبونو څخه ده

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د فرهنګ او هنر معين هارون حکيمي نن د جمهور رييس له سلاکار او په ولسي چارو کې د قندهار ولايت له مرستيال حاجي آغا لالى دستګيري سره په کتنه کې د قندهار د فرهنګي. . .

BACK TO NEWS