د هیواد ولسي سندر غاړي مير مفتون ته د استادى لقب ورکړ شو
له هېواد څخه بهر هنرمندانو د افغانستان ولسي سندرغاړى مير مفتون ته د استادى لقب ورکړ.
دغه لقب نن د مراسمو په ترڅ کې چې د اطلاعاتو او فرهنګ په وزارت کې پرځاى شول مير مفتون ته ورکړ شو .
د باختر اژانس د خبرله مخې؛ د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست او نوماند وزير محمد طاهر زهير له هېواد څخه بهر د دغو هنرمندانو اقدام وستايه او دغه راز د تنديس په ورکولو سره يې د استاد ميرمفتون هنري کارونه وستايل.
زهير وويل چې افغانستان يو جګړه ځپلی هېواد دى او خلک يې د ځمکې پر مخ له ډيرو ويرجنو خلکو څخه دي او د دغه شان پروګرامونو په ترسره کولو د افغانستان ولسي سندر غاړي استاد ميرمفتون کولاى شي خلکوته خندا راوړي او نور هنرمندان وهڅوي.
کابل/ دتلي ٨ مه / باختر
