د ژورناليزم يو شمېر محصلانو په باختر اطلاعاتي اژانس کې د کار د زده کړې د دورې له تېرولو وروسته تصديق ليکونه ترلاسه کړل.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د سرپرست او نوماند وزير محمد طاهر زهير په ګډون نن په يوه غونډه کې د پوهنتونونو د ژورناليزم د څانګې يو شمېر محصلانو د باختر په اطلاعاتي اژانس کې د زده کړې د دورې له تېرولو وروسته تصديق ليکونه ترلاسه کړل.
د باختر اژانس خبريال د خبرله مخې؛ په هغې غونډه کې چې په همدې مناسبت د اطلاعاتواوفرهنګ وزارت د خپرونود چارومعين عبدالمنان شيواي شرق د دغه وزارت د يو شمېر رييسانواو د رسانه يي بنسټونو د يوشمېر مسوولينو په ګډون جوړه شوه د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست اونوماند وزير محمد طاهر زهير په خپلو خبرو کې د ژورناليزم څانګې محصلانو ته د زده کړې د دورې د ترسره کولو په مقصد د باخترد اطلاعاتي اژانس د مشرتابه هيئت اقدام وستايه .
د اطلاعاتواوفرهنګ وزارت سرپرست څرګنده کړه چې د باختراطلاعاتي اژانس ٨٠ کاله مخکې په فعاليت پيل وکړ او له ډيرو ښو خبري اژانسونو څخه و چې په سيمه کې يې سارې نه درلود، خو دغه خبري اژانس هم د جګړې د بحران، نا امنيو اوناخوالو له امله زيانمن شو.
هغه باختراطلاعاتي اژانس د هېواد له مهمو خبري اژانسونو او د ملاتړ وړ وباله.
د اطلاعاتواوفرهنګ وزارت سرپرست ځوانانو ته د روزنې د فرصتونو برابرول د استعدادونو په وده او د هغوى د مهارتونوپه لوړولو کې اغيزمن وباله او زياته يې کړه چې محصلانو ته د دغه وزارت په اړوندو ټولو رسنيو کې د کار د زده کړې زمينه برابره ده .
وروسته د باخترد اطلاعاتي اژانس رييس نجيب الله شينواري د اطلاع رسونې په برخه کې د دغه رسنۍ د فعاليت او رول په اړوند معلومات ورکړل او ويې ويل دغه خبري اژانس د اطلاع رسونې ترڅنګ د پوهنتونونو او د رسانه يي بنسټونو د ژورناليزم د څانګې د محصلانو لپاره دعلمي کار او د کار د زده کړې د مرکز په توګه هم ارزښتناک رول لري.
شينواري ټينګار وکړ چې د باختر په اطلاعاتي اژانس کې ښه ظرفيتونه شتون لري اوکارکوونکي يې کولاى شي چې له ځوانو ژورنالستانو سره خپلې تجربې شريکې کړي.
د باخترد اطلاعاتي اژانس رييس څرکنده کړه چې بايد د تخصصي ژورناليزم په لور لاړشو او په دې مقصد بايد د افغانستان د ژورناليزم پرنصاب بيا کتنه وشي.
هغه دغه راز د عملي کار له دورې څخه د زده کړيالانو د فراغت په مناسبت مبارکي وويله او هغوى ته يې په رسانه يي کارکې د زياتو برياليتوبونو هيله وکړه.
وروسته د کابل پوهنتون د ژورناليزم د پوهنځي استاد پوهنوال وحيدغروال په خپلو خبرو کې د باختراژانس د همکارى له امله چې له زياتو کلونو راپديخوايې د ژورناليزم څانګې د محصلانو د عملي کار په لاره کې مرسته کړې ده ، مننه وکړه .
هغه د ژورناليزم محصلانو ته عملي کار ارزښتناک وباله او له نورو رسانه يي بنسټونو څخه يې وغوښتل چې محصلانو ته دعملي زده کړو فرصتونه برابر کړي.
په همدې ترتيب د باخترد اطلاعاتي اژانس ويراستارنجيب الله بيان په خپلو خبرو کې د ژورناليزم په برخه کې دعملي کار د اغيزمن رول په باب معلومات ورکړل او څرګنده يې کړه چې پخوا د باخترپه اطلاعاتي اژانس کې يو روزنيز مرکزشتون درلود چې د ژورناليزم، انګليسي ژبې اود کمپيوتر په برخوکې يې محصلان اود رسانه يي بنسټونو يو شمېر کارکوونکې روزل.
هغه دغه راز د باخترد اطلاعاتي اژانس د مقام اوځاى په اړه خبرې وکړې او د باخترد اطلاعاتي اژانس د خبريالانو د کار په وړاندې يولړ ستونزې اود دغه بنسټ په وړاندې د دولت نه پاملرنه بيان کړ او د دولت د دغه سابقه لرونکي خبري اژانس ته يې د مسوولينود زياتې پاملرنې غوښتنه وکړه.
وروسته دينا حمدي د زده کړيالانو په استازيتوب خبرې وکړې او د باخترد اطلاعاتي اژانس د مشرتابه له پاملرنې او د استادانو د ښه او دوستانه چلند څخه يې چې د دغه خبري اژانس په بېلابېلو برخوکې دعملي کار په لاره کې له دوى سره همکارى کړې ده مننه وکړه.
هغې ټينګار وکړ چې په دې روزنيزه دوره کې زده کړيالان له عملي کار سره بلد شول او په اطلاعاتي پروګرامونوکې د باخترد اطلاعاتي اژانس له لارې ګډون وکړ او خبرونه اورپوټونه يې وليکل .
هغې دغه راز د کابل پوهنتون او د نورو پوهنتونونو د ژورناليزم څانګې نورو محصلانوته د کار د زده کړې پروګرام د دوام غوښتنه وکړه .
په پاى کې مسوولينود زده کړې د دورې برخه والوته تصديق ليکونه ورکړل.
کابل/ دتلي ٨ مه/ باختر
