محمد طاهر زهير: د ګرځندوی صنعت د ودې لپاره د زېر بناوو پر جوړولو ټينګار

farzad_moicgovaf
یکشنبه ۱۳۹۹/۷/۶ - ۹:۴۴
محمد طاهر زهير: د ګرځندوی صنعت د ودې لپاره د زېر بناوو پر جوړولو ټينګار

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت  سرپرست او نوماند وزير محمد طاهر زهير د ګرځندوي په نړيواله ورځ د سيلانيانو په جذبولو کې  د سولې پر رول ټينګار وکړ.
د باختر اژانس خبريال د خبر له مخې؛  د ګرځندوي نړيواله ورځ په کابل کې د لاسي صنايعو د نندارتون په پرانستلو سره ونمانځل شوه.
په دې نندارتون کې لاسي صنايع او وطني محصولات نندارې ته وړاندې شوي دي او درې ورځې د مينه والو پرمخ  پرانستى دى .
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست او نوماند وزير محمدطاهر زهير د دغه نندارتون د پرانستلو په وخت کې وويل چې افغانستان  د ګرځندوي ډيرې جاذبې لري او کېداي شي نړيوالو سيلانيانوته  يو هدف وي.
د هغه په خبره د سيلانيانو جذبول د بنسټونو جوړولو ته اړتيا لري چې يو بنسټ سوله ده چې افغانستان د سولې له نشتوالې  څخه ځورېږي.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست ټينګار وکړ چې افغانستان په  ٤٠ لسيزه کې د نړيوالو سيلانيانو مقصد و او منظم پروګرام شتون لري چې په هېواد کې د سولې له ټيګښت وروسته د سيلانيانو د جذبولو زمينه برابره شي .
محمدطاهر زهير زياته کړه چې په افغانستان کې د ګرځندوي د جاذبو د ښه والي او معرفي کولو په مقصد  د ګرځندوي ملي بورد جوړ شوى دى چې په هغه کې د خصوصي برخې رول ډير ارزښتناک دى .
دهغه په باور په هېواد کې د ګرځندوي صنعت د څرخ فعاليدل د ملي او د کورنيوعوايدو د زياتوالي او د بې وزلۍ د له منځه تللو سبب کېږي.
هغه زياته کړه چې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د هېواد په ګوټ ګوټ کې  د ګرځندوي صنعت د رواجولو لپاره پراخ پروګرام لري او د سيلانيانو هرکلي ته چمتودى.
-کابل/ د تلي ٦مه / باختر:

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۰/۳/۲۳ - ۱۰:۱۰
Background image

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د نشراتو او ځوانانو چارو معينانو د احمدظاهر پر مزار د ګلونو ګېډۍ کېښوده

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د نشراتو معین شیوای شرق، د دغه وزارت د ځوانانو چارو معین ادريس الکوزي او د دغه وزارت يو شمېر رییسانو نن د احمد ظاهر پر مزار د ګلونو ګېډۍ کېښوده او د هغه روح ته. . .

یکشنبه ۱۴۰۰/۳/۲۳ - ۹:۴۷
Background image

د افغان فلم د دوو کارکوونکو د مړينې په اړوند د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست محمد طاهر زهير د خواخوږۍ اوهمدردۍ پيغام

په خواشينۍ سره مو خبر ترلاسه کړ چې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د افغان فلم رياست دوه ځوانې او تازه کاره کارکوونکې طيبه موسوي او فاطمه محمدي د کابل په لويديځ کې په پرونۍ چاودنه کې ووژلې. . .

شنبه ۱۴۰۰/۳/۲۲ - ۱۶:۴۴
Background image

محمد طاهر زهير او يوشمېر حکومتي مسوولينو د پوهاند باوري مړي ته درناوی وکړ

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست محمد طاهر زهير نن د دغه وزارت د پخواني معين پوهاند محمد رسول باوري مړي ته په درناوي سره، د هغه روح ته دعا وکړه.

د باختر آژانس خبريال د خبر له مخې؛ د. . .

BACK TO NEWS