محمد طاهر زهير پر فرهنګ، هنر او سینما پانګونه، اړین او د ملاتړ وړ کار وباله
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د سرپرست او نوماند وزير محمد طاهر زهير په وينا سره نن ( سينماپه وروستۍ نيمه پيړۍ کې ) سيمينار جوړ شو.
د باختر اژانس خبريال د خبرله مخې؛ دغه سيمينار د افغان فلم رياست په اهتمام او د يوشمېر سينماګرانو، ممثلانو او هنري او فرهنګي شخصيتونو په ګډون جوړ شو.
د سيمينار په پيل کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست څرګنده کړه چې دغه سيمينار د سينمايي سياست او د افغانستان د سينما حالت د څيړنې او ارزونې په مقصد جوړ شوى دى.
هغه دغه راز په هېواد کې د سينما د تاريخچې په اړه معلومات ورکړل او ويې ويل چې سينما په افغانستان کې په ١٣٤٧ کال کې جوړه شوه او زيات له بحران سره مخ وه.
هغه زياته کړه چې په تېرو٤٠ کلونوکې فرهنګ په حاشيه او تعليق کې و او بايد وڅېړل شي.
د اطلاعاتواو فرهنګ وزارت سرپرست وويل چې د فرهنګ وده د ټولو برخو د ودې بنسټ شمېرل کېږي او د ټولو پرمختګونو جرړې په فرهنګي ودې پورې تړلي دي.
محمد طاهر زهير څرګنده کړه چې فرهنګ غوره او په زړه پورې اړخونه لري چې يو يې سينما او هنر دى او د فلم د توليد هدف د فرهنګ بيا توليدول او د ارزښتونو بيا توليدول دي او د سبا لپاره د روښانه لارې پرانستل دي .
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست په فرهنګ، هنر او سينما پانګونه ضروري کار او د ملاتړوړ وباله.
وروسته د افغان فلم رييسې ډاکترې صحرا کريمي ( په وروستۍ نيمه پيړۍ کې سينما) د سيمينار د جوړولو د اړتيا په اړوند معلومات ورکړل او ويې ويل چې په دې سيمينار کې به په هېواد کې د سينما حالت وڅېړل شي.
وروسته په افغانستان کې د سينما د تاريخي تګلوري په اړوند لنډ فلم نندارې ته وړاندې شو.
وروسته حسيب نبي زاده د مجاهدينو له دورې مخکې او د طالبانوله دورې وروسته د سينما د ودې په اړه مقاله ولوستله.
دغه راز د سيمينار په لومړۍ غونډه کې عباس محمد، ولي تلاش، سميع الله نبي پور او مسعود اسلامي د افغانستان سينما د تاريخي تګلوري په اړه معلومات ورکړل.
په همدې ترتيب د سيمينار په دويمه غونډه کې حميرا قادري، ممنون مقصودي، محمد مروج زاده، محمدي کيان او رضا يمک په دې اړه چې ولي موږ د افغانستان په سينما کې ونه شو کړاى خپل روايت رامنځته کړو څرګندونې وکړې.
د سيمينار کار سبا هم دوام کوي .
کابل/ دتلي ٦مه /باختر
