حسينه ساپۍ: د رسنيو د کارکوونکو ارزښتناکې نظريې به د ټوليزو رسنيو د پاليسۍ په مسوده کې ځاى کړاى شي
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د سرپرستې حسينې ساپۍ په مشرۍ نن د رسنيو د عالي شورا ناسته جوړه شوه.
د باختر آژانس خبريال د خبرله مخې؛ په ناسته کې د رسنيو د کارکوونکو او د نظر خاوندانو د هغو پيشنهادي نظريو په اړه چې څه موده مخکې، د ټوليزو رسنيو پاليسۍ د مسودې په اړه په جوړه شوې مشورتي غونډه کې وړاندې شوې وې، خبرې وشوې.
په ناسته کې د رسنيو د عالي شورا غړو د دغو پيشنهادي نظريو له لازمې څېړنې وروسته د هېواد د نافذو قوانينو په رڼا کې پرېکړه وکړه چې ارزښتناکې نظريې چې د دغې پاليسۍ د بډاينې سبب کېږي او د هېواد د قوانينو پرخلاف نه وي؛ له هغو څخه به د ټوليزو رسنيو د پاليسۍ په مسوده کې استفاده وشي.
دغه راز حسينې ساپۍ څرګنده کړه چې د رسنيو د کارکوونکو او د نظر خاوندانو ارزښتناکې نظريې به د ټوليزو رسنيو د پاليسۍ په مسوده کې ځاى کړاى شي.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرستې ټينګار وکړ: رسنۍ بايد هلې ځلې وکړي چې په خپلو خپرونو کې ملي ګټې په پام کې ونيسي او د هغه څه له خپرولو ډډه وکړي چې د هېواد د قوانينو پرخلاف دي.
