د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د رسنيو پر خپرونو د څارنې نوي رييس کار پيل کړ
عبدالخليل رحيمي چې د آزادې سيالۍ له لارې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت په وړانديز او د جمهوري رياست دعالي مقام په منظورۍ د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د رسنيو پر خپرونو د څارنې نوی رييس ټاکل شوى، نن کار پيل کړ.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست محمد طاهر زهير د رحيمي د معرفي کولو په غونډه کې د رسنيو پر خپرونو د څارنې رياست د کار پر اهميت ټينګار وکړ او دهېواد پر رسنيو يې غږ وکړ چې په خپلو خپرونو کې ملي ګټې په پام کې ونيسي.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست يوځل بيا په افغانستان کې د بيان آزادۍ د لا پياوړي کولو لپاره د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت پر ژمنتيا ټينګار وکړ.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د رسنيو پر خپرونو د څارنې نوي ټاکل شوي رييس عبدالخليل رحيمي هم په افغانستان کې د رسنيو فعاليتونو ته د زمينې برابرولو هڅې يوه اړيتا وبلله.
هغه د نړيوال کېدو بهير يوه ستره ننګونه وبلله او ويې ويل: لوى هېوادونه چې په تدريجي ډول یې د بيان آزادي تجربه کړې ستونزه نه لري؛ خو د افغانستان په ګډون د درېمې نړۍ په هېوادونو کې ځیني رسينۍ ملي ګټي په پام کې نه نيسي.
هغه ژمنه وکړه چې په خپرونو کې به په هېواد کې د رسنيو فعاليتونو د غوړېدا لپاره به دوديز او عصري ارزښتونه سره رانغاړي.
د رسنيو پر خپرونو د څارنې د نوي رييس د معرفي کولو په مراسمو کې، د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو، مالي او اداري معينانو او د دغه وزارت يوشمېر رييسانو ګډون کړي و.
کابل/ د غبرګولي ٢٥ مه/ باختر
