د افغانستان د بنسټګر احمد شاه بابا د کور د ترمیم چارې پيل شوې

farzad_moicgovaf
چهارشنبه ۱۴۰۰/۳/۱۹ - ۱۱:۵۱
د افغانستان د بنسټګر احمد شاه بابا د کور د ترمیم چارې پيل شوې

د ښار جوړولو وزارت په قندهار ښار کې د ستر امپراتور احمد شاه بابا د کور د ترمیم لومړنۍ چارې نن پيل کړې.
د باختر آژانس د سیمه ييز خبریال د خبر له مخې؛ د ښار جوړولو وزارت د تاریخي آبدو د ترمیم یو ټیم قندهار ښار ته رسېدلی او تمه کېږي چې یاد ټیم به د احمد شاه بابا له ۲۵۰ تلین وړاندې د هغه کور ترمیم کړي.
سرچینه زیاتوي چې د یاد کور نقشه مخکې له مخکې برابره شوې او نن یې د پلان مطابق د ترمیم لومړنۍ چارې پیل شوې.
د احمدشاه بابا کور، چې د شاه بازار په سدوزو کوڅه کې موقعیت لري، څه موده وړاندې د احمدشاه بابا د کورنۍ له پاتې غړو اخیستل شوی دی.
دغه کور د دولت له مهمو او تاريخي ابدو څخه يوه آبده ده چې د ښار جوړولو وزارت د تاريخي ابدو د فني او تخنيکي ټيم په مرسته جوړېږي.

کابل/ د غبرګولي ۱۹ مه/ باختر

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۰/۵/۲۷ - ۱۰:۳۱
Background image

ذبيح الله مجاهد: د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت رييسان او کارکوونکي دې د پخوا په شان خپلو کارونو ته دوام ورکړي

د افغانستان د اسلامي امارت وياند او د فرهنګي چارو د کمېسيون رييس ذبيح الله مجاهد نن په يوه غونډه کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مسوولينو او کارکوونکو ته ډاډ ورکړ چې د پخوا په شان خپلو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۰/۵/۲۱ - ۱۴:۱۰
Background image

د ارواښاد نصر الله حافظ د زوکړې ۹۰ مه کالیزه نمانځل کېږي

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د استاد نصرالله حافظ د زوکړې ۹۰ کالیزې د نمانځنې په مناسبت غونډه وکړه.

په دې غونډه کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مشاور فقیر میوند، د جمهوري ریاست فرهنګي مشاور. . .

چهارشنبه ۱۴۰۰/۵/۲۰ - ۱۴:۱۹
Background image

د جام څلي د ساتنې کمېټې غونډه وکړه

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د فرهنګ او هنر د معين هارون حکيمي په مشرۍ نن د جام څلي د ساتنې کمېټې غونډه د ويډيو کنفرانس له لارې جوړه شوه.
د باختر آژانس خبريال د خبر له مخې؛ دغه غونډه د. . .

BACK TO NEWS