کاپیسا کې ۱۱ تاریخي، لرغونې او سیاحتي سیمې کشف شوې

wasim_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۵ - ۱۱:۵۲
..

د کاپیسا د اطلاعاتو او کلتور د مسؤلينو په وينا؛ چې د اطلاعاتو او کلتور ریاست د پلاوي له لوري د دې ولایت د نجراب ولسوالۍ د لرغونو سیمو د لیدنې پر مهال بېلابېلو درو کې د (زندان خانه، بومبري استوپه، آدم خان غنډۍ، بانو چینه غونډۍ او چهل قلبه استوپه) په نوم پنځه لرغونې سیمې کشف کړې دي، چې په دغو سیمو کې د پخوانیو ډبرینو دیوالونو او د بودیزم دورې اړوند د خټو ټوټې (سفالي توکي) موندل شوي دي.
د مسؤلينو په وینا؛ څلور تاریخي آبدې هم کشف شوې دي چې پکې د پیر حاضر بابا زیارت، بارزه‌يي بابا، بابا سنګین ولي او صوفي داد محمد ولي شامل دي، چې له درې سوه تر څلور سوه کلونو پورې تاریخي مخینې لري، همدارنګه، دوه طبیعي او سیاحتي سیمې چې یو طبیعي کاریز او یو تاریخي برج (وته پور) گیاوه دی، هم د دغو لیدنو پر مهال کشف او د دې ریاست په ډیټابېس کې ثبت شوې دي.
لرغونې سیمې تاریخي خاموشې خزانه بلل کېږي، چې د خاورې له تل څخه د پخوانیو تمدنونو رازونه را برسېره کوي او د زړو آثارو او پاتې شونو په لرلو سره د یو ملت کلتوري او تاریخي هویت څرګندوي.

۱۴۴۷/۱۰/۲۷ هـ ق

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۹ - ۱۱:۴۲
Background image

هرات کې د مطبعو، عکاسيو او فوتو کاپيو له مسؤلینو او کتاب پلورونکو سره د همغږۍ ناسته وشوه

د هرات اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسؤلینو د کاپي رایټ(لیکوالانو حقونو ساتنې) او د فرهنګي آثارو د غیر قانوني خپرولو د مخنیوي په موخه د مطبعو، عکاسيو او فوتو کاپيو له مسؤلینو او کتاب. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۹ - ۹:۴۲
Background image

غور کې د بیهقي کتاب پلورنځي غرفه پرانیستل شوه

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت اړوند د قرآن کریم لیکلو او بیهقي کتابونو خپرولو ریاست له لوري، غور ولایت کې د مطالعې فرهنګ د ودې او د دیني او عصري علومو سرچینو ته د لاسرسي په موخه د بیهقي. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۸ - ۱۵:۲۸
Background image

د کتاب او کتاب‌لوستنې اوونۍ په مناسبت د هېواد په ګڼ شمېر ولایتونو کې د کتابونو نندارتونونه جوړ شول

د کتاب او کتاب‌لوستنې اوونۍ په مناسبت، د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د کتابونو نندارتونونه جوړ شوي دي. په دغو نندارتونونو کې د مطالعې مینوالو لپاره د دیني او عصري علومو سلګونه عنوانه. . .

BACK TO NEWS