پوهاند باوري: د افغانستان زرګونه تاريخي څلي ترميم ته اړتيا لري
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د فرهنګ او هنر معين پوهاند محمد رسول باوري وايي چې د افغانستان زرګونه تاريخي څلي ترميم او بيا رغاونې ته اړتيا لري.
افغانستان د تاريخ په اوږدو کې د سترو تمدنونو ډګر و. له همدې امله د زرګونو تاريخي څلو شتون د دغه هېواد معنوي ارزښت زيات کړى دى.
د وړاندې شويو شمېرنو له مخې؛ افغانستان څه دپاسه ۵۰۰۰ تاريخي څلي لري.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د فرهنګ او هنر معين پوهاند محمد رسول باوري لرغوني بلخ ته په خپل سفر کې وويل چې دغه وزارت په لږې بودجې او امکاناتو سره هلې ځلې کوي چې د زرګونو تاريخي څلو په ترميمولو سره د دغو څلو د ويجاړېدو مخه ونيسي.
پوهاند باوري چې د تاريخي څلو د حالت د څېړنې لپاره بلخ ته تللى دى، وايي چې په افغانستان کې ۵۰۰۰ تاريخي څلي شتون لري چې زياتره يې ترميم، بيارغاونې او نوي کولو ته اړتيا لري.
زيات کلونه کېږي چې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د هېواد د تاريخي څلو د تشخيص، ثبتولو، ترميم او د بيا رغاونې بهير پيل کړى دى.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د فرهنګ او هنر معين وايي چې د دغه وزارت ماهران تاريخي آثار او څلي د تاريخي لرغونتيا او د معمارۍ د اصالت په ساتنې سره ترميم او بيارغوي.
داپه دې مانا ده چې د هر تاريخي اثر او څلې په ترميمولو کې د امکان تر پولې پورې له هغو موادو څخه کار اخستل کيږي چې د دغواثارو او څلو په جوړولو کې کارول شوي دي.
پوهاند باوري وويل چې تېرکال د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت ٣٧ تاريخي څلي ترميم او بيارغولي دي او ټاکل شوې ده سږکال ٢٧ نور تاريخي څلي ترميم او بيا ورغوي.
هغه د تاريخي آثارو او څلو د ساتنې په خاطر د جګړې دوام او د امنيت نشتوالى د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت اندېښنې وبللې او ويې ويل چې د جګړې دوام او د امنيت نشتوالی د دې سبب شوي دي چې په لرغونو ساحوکې د غير فني کېندنو ترڅنګ د هېواد يو شمېر تاريخي ګنجينې لوټ کړى شي.
د زردشت آيين د پيروانو لومړنى عبادت ځاى د آتشکده بلخ، د جهان نما بڼ او د مولانا د پلار خواجه بهاالدين ولد خانقا په لرغوني بلخ کې هغه تاريخي څلي دي چې ترميم او بيارغاونې ته اړتيا لري.
په باميانوکې د بودا مجسمې، د جام څلی او د هرات مصلی د تاريخ په زړه کې هغه نور زاړه څلي دي چې په هېواد کې شته او ترميم او بيارغاونې ته اړتيا لري.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت هلې ځلې کوي چې يوشمېر مشهور تاريخي څلي د يونسکو سازمان د نړيوالو ميراثونو په لیست کې ثبت کړي.
د ګرځندوى چارو کارپوهان او لرغون پوهان په دې باور دي چې په افغانستان کې د سولې، امنيت او ثبات په ټيګښت سره دغه هېواد د تاريخي څلو، لرغونو ساحو او زيات تفريح ځايونو په لرلو سره به د ګرځندويانو لپاره د نړۍ په زيات ليدونکي هېواد بدل شي.
کابل / د تلې١٥مه / باختر
