په کونړ کې د کرونا ويروس د مخنيوي په اړوند د تياتر ننداره تر سره شوه
پوهاوى ورکړ.
دغه پروګرام د کونړ د اطلاعاتو او فرهنګ رياست د کرونا ويروس د خپرېدو د مخنيوي په خاطر پيل کړى دى. په دغه پروګرام کې هنرمندانو د اسعد اباد ښار د يو شمېر ولسواليو په سالونونو، لارو او سړکونو کې د تياتر په لسګونو پارچې اجرا کړې.
د کونړ د اطلاعاتو او فرهنګ رييس جنت ګل فدا باختر اژانس ته وويل: دوى هلې ځلې کوي خلکو ته د تياتر د نندارې له لارې د کرونا ويروس د خطرونو او د هغه د مخنيوي د لارو چارو په اړوند معلومات ورکړي.
دغه هلې ځلې په داسې حال کې ترسره کېږي چې افغانستان د ژمي موسم په رارسيدو سره د کرونا د وژونکى ناروغى د دويمې څپې ډګر دى.
د عامې روغتيا وزارت تل د افغانستان له خلکو غوښتي دي چې په کرونا ويروس د اخته کېدو د مخنيوي لپاره روغتيايي لارښوونې په پام کې ونيسي.
کابل / د ليندۍ ٤ مه /باختر