په هلمند کې د سلطان مسعود تاريخي ودانى د غاصبينو له منګولو وژغورل شوه

ناپیژنده (not verified)
پنجشنبه ۱۴۰۰/۹/۱۸ - ۱۴:۱
په هلمند کې د سلطان مسعود تاريخي ودانى دغاصبينو له منګولو وژغورل شوه

په هلمند کې د سلطان مسعود غزنوي تاريخي ودانى د غاصبانو له منګولو ازاده شوه.
دغه ودانى چې ١٣٠٠ کلنه لرغونتيا لري د هلمند د مرکز لښکرګاه ښار ته څېرمه موقعيت لري. او هغې ته د نه پاملرنې او د وخت د تيرېدو په دليل د نړېدو په حال کې دى.
په وروستيو کلونو کې په لسګونو جګړه ځپلو او بېوزلو کورنيو د دغې تاريخي ودانى په ځينو سيمو کې ځاى پرځاى شوي و اوژوند يې کاوه.
يوشمېر دغو کورنيو د سلطان مسعود غزنوي د ودانى په انګر کې د خونو په جوړولو لاس پورې کړې دې.
د هلمند د اطلاعاتو او فرهنګ رياست مسوولين وايي چې په دې بريالي شوي دي چې دغه تاريخي ودانى د غاصبانو له منګولو وژغوري.
اوس د سلطان مسعود غزنوي د تاريخي ودانى د ترميمولو او بيا رغاونې لپاره هڅې دوام لري.
د هلمند د اطلاعاتو او فرهنګ رياست د فرهنګي ميراثونو د څانګې يو مسوول باختر اژانس ته وويل: له هغه وروسته چې دغه تاريخي ودانى مو د غاصبانو له شره وژغورله اوس هلې ځلې کوو چې د هغه د ترميمولو او ساتنې لپاره مالي منابع پيدا کړو.
هغه وويل، د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د دغې تاريخي ودانى د ترميمولو لپاره هڅي پيل کړي دي.
ټآکل شوي ده دغه تآريخي آثآر د تاريخي لرغونتيا او د معماري اصالت په ساتنې سره ترميم شي.
سلطان مسعود غزنوي د سلطان محمود غزنوي زوى و چې له ٤٢١ هجري کال څخه تر ٤٣٢ کال پورې حګومت وکړ.
د سلطان محمود غزنوي په مړينې سره د هغه د وصيت له مخې د هغه زوى محمد د هغه ځاى ناستې شو خو مسعود چې تل ځان د پلار برحقه ځاى ناستې باله وکولاى شول له جګړې پرته خپل ورور ونيسي او هغه ړوند کړي او په خپله د چارو واک يې په لاس کې واخيست.
د مسعود لنډ مهالې سلطنت له پيل څخه تر پاى پورې د درباريانو د ډول ډول توطيو او دهغو کسانو ترمنځ د دايمي تاوتريخوالي ډګر و چې د سلطان محمود له وخت څخه د هغه په دربارکې نفوذ کړي و.
افغانستان په بډاى تاريخ او د سترو تمدنونو په تېرېدو سره زيات تاريخي ودانى لري.
هغه ودانى چې خپله د تاريخ په اوږدوکې د دغه هېواد ستر ښکارندوي دى.

کابل/ د ليندې ١٦ مه/ باختر

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۱:۱۵
Background image

نږدې راتلونکي کې به د مقر ولسوالۍ کتابتون فعال او ګټې اخستنې ته وسپارل شي

چهارشنبه (۱۵ د شوال المکرم ۱۴۴۵) د غزني ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ رياست رئيس ملا حميدالله نثار د مقر ولسوالۍ له يو شمېر قومي مشرانو او اوسيدونکو سره په خپل کاري دفتر کې وکتل.

د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۵۱
Background image

د لوګر ښوونیز مرکز پسرلني پروګرام کې۳۰۰ تنو زده کوونکو ته درس پیل شو

چهارشنبه (۱۵ د شوال المکرم ۱۴۴۵) د لوګر ولايت د اطلاعاتو او کلتور ریاست مسؤلینو د یاد ریاست اړوند ښوونیز مرکز له کې ۳۰۰ زده کوونکو ته درسي پروګرام پيل کړ.

د اطلاعاتو او کلتور رئیس رفیع. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۳
Background image

هلمند کې د ښوونځي زده کوونکو ته د عامه کتابتون په اړه معلومات ورکړل شول

چهارشنبه( ۱۵د شوال المکرم ۱۴۴۵) د هلمند ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ رياست اړوند عامه کتابتون په اړه د لارښود خصوصي ښوونځي زده کوونکو ته معلومات ورکړل شول.

د عامه کتابتون مدير محسن عمري د. . .

BACK TO NEWS