په هرات کې د (جلوه رحمت) تر عنوان لاندې د خطاطى نندارتون جوړ شو

farzad_moicgovaf
دوشنبه ۱۴۰۰/۸/۱۰ - ۱۱:۴۵
په هرات کې د (جلوه رحمت) تر عنوان لاندې د خطاطى نندارتون جوړ شو

د هرات د اطلاعاتو او فرهنګ رياست د نبي کريم (ص) د نيکمرغه ميلاد په مناسبت د هرات د خطاطانو ټولنې په همکارۍ د(جلوه رحمت) تر عنوان لاندې د ښکلي ليکنې نندارتون جوړ کړ.
د هرات د خطاطانو د ټولنې مسوول ميرولي احمد صبوري د باختر اژانس خبريال ته وويل: دغه نندارتون چې د علامه صلاح الدين سلجوقي په سالون کې جوړ شوى دى په هغه کې د خطاطۍ ٤٥ اثار د دريو ورځو لپاره نندارې ته وړاندې شوي دي.
د هرات پوهنتون د ښکلوهنرونو د پوهنځي رييس د خطاطانو ټولنې د رسمي کېدو، دغې ټولنې ته د ځاى د ورکولو او په هېواد او بهر کې د نندارتونونو د جوړولو غوښتنه وکړه .
د هرات د اطلاعاتو او فرهنګ رياست سرپرست مولانا نعيم الحق حقاني خطاطي يو لرغوني هنر وباله او زياته يې کړه، د خطاطۍ هنر څه ناڅه پنځه پېړى تاريخي لرغونيتا لري. چې په هرات کې د سلجوقيانو او تيموريانو په دورو کې د ختيځ رنسانس په نامه ياد شوى دى او له ځوانانو يې وغوښټل چې د دغه هنر د ژوندي ساتلو په خاطر د مشرانو لاره تعقيب او وساتي.
هغه زياته کړه چې د افغانستان اسلامي امارت تولو هنرونو ته چې د اسلامي فرهنګ پربنسټ وي په تېره بيا د خطاطۍ هنر ته زيات ارزښت ورکوي.
د يادونې وړ ده چې د هرات د اطلاعاتو او فرهنګ رييس د دغه هنر د کارکوونکو ستونزې او غوښتنې وليکلې او ويې ويل چې د ولايت او د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د رهبري له لارې دغه ستونزې او غوښتنې تعقيبوي.

کابل/ د لړم ١٠ مه/ باختر

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۰/۹/۱۷ - ۱۰:۱
Background image

غربي هیوادونو ته د تلونکو افغانانو په اړه والیانوته د امیرالمؤمنین حفظه الله هدایات

  

قال الله تبارک وتعالی: یا ایها الذین آمنوا لا تتخذوا عدوی و عدوکم اولیاء (الایة) و قال النبي صلی الله علیه وسلم: أنا بريءٌ من کل مسلم یقیم بین أظهر المشرکین ( الحدیث).

هغه افغانان. . .

جمعه ۱۴۰۰/۹/۱۲ - ۱۹:۱۶
Background image

د ښځو د حقوقو په اړه د عاليقدر امیرالمؤمنین لخوا ځانګړی فرمان صادر شو

 بسم الله الرحمن الرحیم

د اسلامي امارت د مشرتابه  مقام ټولو اړونده مسئولینو، علماء کرامو او قومي مشرانوته هدایت کوي چې د ښځو د لاندې حقوقو د پرځای کولو لپاره جدي اقدامات وکړي.

۱ــ د. . .

یکشنبه ۱۴۰۰/۹/۷ - ۲۰:۳۸
Background image

ملت ته د رئیس الوزراء ملامحمد حسن اخند د وينا متن

نحمده ونصلي علی رسوله الکریم. اما بعد:

تر ټولو دمخه خپل ګران او ځورېدلي ملت ته خپل سلامونه وړاندې کوم. الله جلاله دې ستاسې د پلرونو، زامنو او وروڼو تکلیفونه، شهادتونه، زندانونه او هر. . .

BACK TO NEWS