په ننګرهار کې د امیر حبیب الله خان تر واکمنۍ وړاندې جوړه شوې آبده بیا رغاونې ته اړتیا لري

farzad_moicgovaf
شنبه ۱۴۰۰/۲/۱۱ - ۱۱:۴۹
په ننګرهار کې د امیر حبیب الله خان تر واکمنۍ وړاندې جوړه شوې آبده بیا رغاونې ته اړتیا لري

د افغاني معمارانو په لاس د ننګرهار په سره رود ولسوالۍ کې له خښتو او خټو جوړه تاریخي آبده لا هم په خپل حال پاتې؛ خو د سیمې اوسېدونکي وايي چې د وخت په تېریدو سره يې له ځینو برخو رنګ تللی او یا د نړېدو له ګواښ سره مخ ده چې باید ورغول شي.
دغه تاریخي آبده د سره رود ولسوالۍ د اوسېدونکو او د حضرت ضیا معصوم اغا کورنۍ د غړیو په وینا د امیر حبیب الله خان تر واکمنۍ هم ۱۰ کاله وړاندې جوړه شوې ده .
د چهار باغ صفا کلي اوسېدونکو ۹۳ کلن وزیرګل او خان عالم په خبره چې دغه ګنبده خپله حضرت ضیا معصوم د کابلي معمارانو په لاس د همدې کلي له خښتو او خټو څخه جوړه کړې، هغه مهال يې په ټول هېواد کې د ډيزاین بېلګه نه وه.
دوی وايي چې د همدې ګنبدې په ودانۍ کې خپله معصوم اغا دفن دی؛ خو دوی او د معصوم آغا د کورنۍ غړی سید ولي اغا وايي چې یاد ابده اوسمهال بیا ترمیم ته اړتیا لري چې د سیمې له خلکو سره یو ځای دې اړوندې ادارې د ترمیم او رغونې لپاره پاملرنه وکړي.
په همدې حال کې د ننګرهار د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د تاریخي آبداتو مدیر احمدشاه خان عمري له باختر آژانس سره په خبرو کې د یادې آبدې پر تاریخي ارزښت سربېره دا هم ومنله چې د حضرت معصوم اغا آبده بیا رغونې ته اړتیا لري، په خبره يې چې دوی د ټولو تاریخي آبدو د رغونې لپاره اراده لري.
د عمري په وینا؛ دوی اوسمهال هم په سره رود ولسوالۍ کې د سلطانپور تاریخي چینو او د شاه فیض الله آغا مقبرې د بیارغونې کارونه پيل کړي دي چې په شپږو میاشتو کې به بشپړ شي.

کابل/ د غویي ۱۱ مه/ باختر

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۰/۲/۱۵ - ۱۲:۴۵
Background image

محمد طاهر زهير: د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له فرهنګيانو سره صميمي او همکار دی

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست محمد طاهر زهير نن يوشمېر شاعرانو او ليکوالو ته د “کلک زرين اکاډمۍ” جايزې د ورکړې په غونډه کې ټينګار وکړ چې دغه وزارت هلې ځلې کوي چې له فرهنګيانو سره په. . .

دوشنبه ۱۴۰۰/۲/۱۳ - ۱۲:۲۷
Background image

د مطبوعاتو آزادۍ د نړیوالې ورځې په مناسبت د جمهوررئیس محمداشرف غني پیغام

د مطبوعاتو آزادۍ نړیواله ورځ دې د رسنیو لویې کورنۍ او په ځانګړي ډول افغاني رسنیو او خبریالانو ته چې په سختو شرایطو کې د خلکو د خبرولو او پوهولو سپېڅلې دنده ترسره کوي، ډېره ډېره مبارک وي. . .

دوشنبه ۱۴۰۰/۲/۱۳ - ۱۱:۵۵
Background image

عبدالمنان شېوای شرق: په افغانستان کې د خبريالانو او بيان آزادى پر وړاندې ګواښ جنايت دى

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معين عبدالمنان شېوای شرق نن په يوه خبري غونډه کې د خبريالانو پر خلاف د تاوتريخوالي دوسيو د څېړنې په اړه معلومات ورکړل او له رسنيو څخه يې وغوښتل. . .

BACK TO NEWS