په خوست کې د ((ښکلو هنرونو خصوصي نندارتون)) پرانیستل شو

ناپیژنده (not verified)
چهارشنبه ۱۳۹۹/۷/۱۶ - ۸:۵۸
په خوست کې د ((ښکلو هنرونو خصوصي نندارتون)) پرانیستل شو

د ښکلو هنرونو یاد نندارتون، چې د اسماعیل ځدران د هنر برخه ده نن ورځ د هنر د ورځې په ویاړ په خوست کې  پرانیستل شو.
په یاد نندارتون کې په سلګونو د هنر او انځورګرۍ برخې هنري تابلوګانې او هنري اثار شتون لري.
د خوست د اطلاعاتو او فرهنګ رییس محمد انور زاهد د نندارتون په پرانېسته کې وویل چې دا د هنر په برخه کې ستره لاسته راوړنه ده او د بېلا بېلو وختونو هنر ، انځورګري  او لاسي تابلوګانې په کې شتون لري.
هغه د هنر په برخه کې د استاد اسماعیل ځدران د کارونو ستاینه وکړه او د همکارۍ  ډاډ یې ورکړ.
د خصوصي هنرونو د نندارتون استاد اسماعیل ځدران د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له  رهبرۍ او کارکوونکو مننه وکړه چې تل یې همکاري کړې او ډاډ یې ورکړ چې یاد نندارتون به لا نور غني کړي.
هغه وویل چې په دغه نندارتون کې هغه هنرونه او تابلوګانې شتون لري چې دېرش کاله مې پرې خواري کړې او له بېلا بیلو پلاستیکي، شیشه يي، اوسپنیزو پیسو او کاغذي توکو مې کار اخیستي، منارونه او نقشې  مې جوړې  کړې چې هرې یوې ته مې ځانګړي نومونه غوره کړې دي.
دیادونې وړ ده چې استاد اسمعیل ځدران په خپل نندارتون کې تر ۱۰۰۰ پورې هنري تابلوګانې او آثار لري.
متون / د تلې ۱۶ مه / باختر

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۳/۲/۵ - ۱۸:۱۴
Background image

کندوز کې د ثور ۵ مه د مطبوعاتو ورځ د یو لړ مراسمو په ترڅ کې ونمانځل شوه

چهارشنبه ( ۱۵د شوال المکرم ۱۴۴۵)  په کندوز ولايت کې د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د اطلاعاتو آمریت له لوري د ثور ۵ مه نېټه چې د مطبوعاتو ورځې سره سمون خوري، د یو لړ ځانګړو مراسمو په ترڅ کې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۲/۵ - ۱۶:۴۵
Background image

د غور ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ رياست مسؤلين د کتاب لوستنې عامولو او ليکوالانو څخه د ملاتړ خبر ورکوي

سه‌شنبه (۱۴ د شوال المکرم ۱۴۴۵) د غور ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ رئيس مولوي عبدالحی زعيم د کتاب د نړيوالې ورځې په مناسبت خپلو خبرو کې وايي: د غور ولايت عامه کتابتون د زرګونو کتابونو په. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۲/۵ - ۱۳:۲۹
Background image

د هېواد په مختلفو ولايتونو کې په فريلانسنګ ښوونيز پروګرام کې د ګډون لپاره ازموينه واخستل شوه

سه‌شنبه (۱۴ د شوال المکرم ۱۴۴۵) په سمنګان، سرپل، جوزجان، تخار، کندوز او يو شمېر نورو ولايتونو کې د اطلاعاتو او فرهنګ رياست د ځوانانو چارو آمريتونو له لوري د اکټېډ موسسې په همکارۍ د. . .

BACK TO NEWS