په بلخ کې د شاعرانو او ليکوالانو ټولنه جوړه شوه

farzad
چهارشنبه ۱۳۹۹/۷/۳۰ - ۹:۴۴

د ځوانو شاعرانو او ليکوالانو ټولنې نن په بلخ کې په فعاليت پيل وکړ. دغه ټولنه د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ځوانانو د چارو معينيت په همکارى په مزارشريف ښار کې د مولانا خال محمد خسته د کتابتون په تالار کې جوړ شو. د بلخ د اطلاعاتو او فرهنګ رييس مطيع الرحمن کريمي په ټولنه کې د شاعرانو او ليکوالانو د مقام او د ټولنې د ستونزو او نيمګړتياو په څېړنه کې د هغوى د لوړ علمي او انسان دوستانه افکارو د رول په باب خبرې وکړې او د شاعرانواو ليکوالانو د اثارو په چاپولو کې د همکارى ژمنه وکړه. وروسته د ځوانانو چارو معينيت د فرهنګي اړيکو آمر وفي الله فرنود د دغې ادارې د هدفونو او پروګرامونو او د ځوانانو د ظرفيت د ودې په برخه کې د خپلو پلانونو د عملي کېدو په اړه معلومات ورکړل . هغه د دغې ټولنې د جوړولو هدف د ځوانو شاعرانو او ليکوالانو ملاتړ او د هغوى په اثارو کره کتنه وباله . هغه زياته کړه چې د ځوانو شاعرانو او ليکوالانو ټولنې د کابل، تخار او پنجشير په ولايتونو کې هم جوړې شوي دي.

کابل/ د تلي ٣٠مه /باختر

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۳۹۹/۹/۲ - ۱۴:۵۲
Background image

محمد طاهر زهير او د «دافا» موسسې رييس د کابل بالا حصار د لرغونپېژندنې د کيندنو او تحقيقاتو پروژې هوکړه ليک لاسليک کړ

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست او نوماند وزير محمد طاهر زهير او د “دافا” موسسې رييس د کابل بالا حصار د لرغونپېژندنې د کيندنو او تحقيقاتو پروژې هوکړه ليک لاسليک کړ.
د باختر آژانس د. . .

یکشنبه ۱۳۹۹/۹/۲ - ۱۴:۴۱
Background image

محمد طاهر زهير د لاجورد فلم ملي جشن د پرانیستلو په مراسمو کې: سینما کولاى شي فرهنګ تبلیغ او جوړ کړي او بايد په دې برخه کې پانګونه وشي

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د سرپرست او نوماند وزير محمد طاهر زهير په ګډون پرون د لاجورد فلم ملي جشن په کابل کې د روسيې د علم او فرهنګ خونې په تالار کې پرانیستل شو.
د باختر آژانس خبريال د. . .

یکشنبه ۱۳۹۹/۹/۲ - ۱۱:۳۱
Background image

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د محمد الیاس داعي یادغونډه جوړوي

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خبریال محمد الیاس داعي یاد غونډه په نږدې ورځو کې په کابل کې جوړوي.
د باختر آژانس خبریال د خبر له مخې؛ په هغې غونډه کې چې نن د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د هنر. . .

BACK TO NEWS