په بدخشان کې د لاسي صنایعو نندارتون جوړ شو

farzad_moicgovaf
سه شنبه, جنوري 11 2022 1:02 PM
په بدخشان کې د لاسي صنایعو نندارتون جوړ شو

د بدخشان ولایت په مرکز فیض آباد ښار کې پرون د کیهان هنري کارګاه له خوا د لاسي صنایعو، کرنیزو محصولاتو او په واټونو کې د خيالي انځورونو نندارتون جوړ شو.
د کيهان د هنري کارګاه مسوول احمد فرهاد کيهان د باختر آژانس خبريال ته وويل؛ د دې نندارتون د جوړېدو موخه د هنراو فرهنګ په برخه کې د ځوانانوهڅول دي تر څو د بدخشان ځوانان وکولاي شي په آزاده توګه د بصري هنرونو او طبيعي هنرونو له لارې خپلي فکري منظرې او خطاطي نندارې ته وړاندې کړي.
هغه وويل، بدخشان د افغانستان يو له فرهنګي ولايتونو څخه دى او هيله لري چې مسوولين د دوى هنري کارونو ته پاملرنه وکړي تر څو دوى وکولاى شي د بدخشان فرهنګي شته په مرکز او نورو ولايتونو کې د فرهنګ له لارې معرفي کړي.
په همدې حال کې د بدخشان د اطلاعاتو او فرهنګ رييس معزالدين احمدي د دغه ولايت له ښوونکو سره د هر راز همکارۍ ژمنه وکړه او ويې ويل: اسلامي امارت هڅه کوي هغه هنرونه وده وکړي چې له دیني نصوصو او اسلامي شریعت سره په ټکر کې نه وي او له کیهان بنسټ څخه یې وغوښتل چې د دغه ولایت طبیعي منظرې، تاریخي سیمې او سیاحتي سیمې د خپل هنر له لارې نړۍ ته معرفي کړي.

کابل/ د مرغومي ٢١مه / باختر

تازه خبرونه

سه شنبه, اکتوبر 04 2022 3:29 PM
Background image

ملاخیرالله خیرخواه د اروپايي ټولنې له ځانګړي استازي سره وکتل

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست ملا خیرالله خیرخواه نن د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې له ځانګړي استازي توماس نیکولسن او د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې له ستر سیاسي سلاکار جیني. . .

یکشنبه, اکتوبر 02 2022 3:31 PM
Background image

د جهاد د ارزښتونو د ساتنې په نامه ریاست جوړ شو

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت په آډانه کې د افغانستان د خلکو د جهاد د ارزښتونو د ساتنې په موخه ریاست جوړ شو او نن یې په کار پیل وکړ.
 د رياست الوزرا په لارښوونه د جهاد د ارزښتونو د ساتنې. . .

چهارشنبه, سپتمبر 28 2022 3:00 PM
Background image

ملا خیرالله خیرخواه: په افغانستان کې اسلامي نظام واکمن شوی دی، خو ساتنه او تقویت یې زموږ ګډ مسوولیت دی

د  اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معینیت، نن د امارتي وزارتونو او مستقلو ادارو له ویاندویانو سره د همغږۍ غونډه  وکړه.

د باختر آژانس خبریال د خبر له مخې؛ د کابل په بابر بڼ کې په. . .

BACK TO NEWS