په بدخشان کې د امام ابو حنیفه (رح) د شخصیت په اړه علمي سمینار جوړ شو

panah_admin
شنبه ۱۴۰۳/۸/۱۹ - ۱۰:۴۶
...

د بدخشان ولايت د اطلاعاتو او کلتور رياست له لوري د مسؤلينو، ليکوالانو، محصلينو او ځوانانو په شتون کې د امام ابوحنيفه (رح) دشخصيت په باب علمي سمينار جوړ کړ.
د اطلاعاتو او کلتور رئيس انجنير ذبيح الله اميري د دغه شان غونډو په ترسره کولو ټينګار وکړ او له سترو اسلامي شخصيتونو سره يې د ځوان نسل د اشنايۍ په لاره کې يو مثبت ګام وباله او ويې ويل: دا ډول پروګرامونه د ځوانانو تر منځ د ديني او کلتوري هويت په پياوړتيا کې مرسته کوي او اغېزمن تمامېږي.
د ځوانانو چارو آمر عطاء الله اديب د اطلاعاتو او کلتور رياست ښوونيزو او فرهنګي پروګرامونو ته اشاره وکړه او ويې ويل: د هېواد د راتلونکي نسل د روزلو په موخه به د پروګرامونو دغه لړۍ دوام ومومي.
د سمينار برخه والو د بدخشان ولايت د اطلاعاتو او کلتور له رياست څخه د دغه ډول پروګرامونو د ترسره کولو له امله مننه وکړه او د نورو پروګرامونو د جوړولو غوښتنه يې وکړه.

۱۴۴۶/۵/۷ هـ ق
۱۴۰۳/۸/۱۹ هـ ل

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۱۶:۰
Background image

ګڼ شمېر ځوانانو ته د (فکري انحراف مخنيوی) په نوم روزنیز سیمینار وړاندې شو

د هلمند اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري ښوونيز مرکز کې ګڼ شمېر ځوانانو ته د (فکري انحراف مخنيوی) په نوم روزنیز سیمینار وړاندي شو.
د ځوانانو چارو امر وويل: اسلامي اُمت سلګونه کلونه د نړۍ. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۱۴:۴۲
Background image

د لوحو او تبلیغاتي تابلوګانو د اصلاح کمېسيون مشورتي غونډه وشوه

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معين ښاغلي مهاجر فراهي په مشرۍ د لوحو او تبلیغاتي تابلوګانو د اصلاح کمېسيون مشورتي غونډه وشوه.
په دې غونډه کې د کمېسیون غړو په کابل ښار کې د لوحو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۹:۳۷
Background image

لوګر کې د جهادي موزیم او د شهیدانو منار د جوړولو لپاره ځایونه ځانګړي شول

لوګر کې د جهادي آثارو د ساتنې موزیم او د شهیدانو منار د جوړولو لپاره مناسب ځایونه ځانګړي شوي او هڅې روانې دي، چې د یادو پروژو عملي چارې هم ژر پیل شي.
د لوګر اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولوي. . .

BACK TO NEWS