په باميانوکې د ګرځندوى صنعت وده کوي

ehsan
شنبه ۱۳۹۸/۱۱/۱۹ - ۹:۱۰
په باميانوکې د ګرځندوى صنعت وده کوي


د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مالي، اداري او ګرځندوى معينې پوهنيارې سېدې مژګان مصطفوي پرون د باميانو له والي محمد طاهر زهير سره وکت
د باختر آژانس د خبر له مخې؛ په دې کتنه کې د باميانو والي په دغه ولايت کې د ګرځندوى د جاذبو په معرفي کولو او د ژمنيو جشنونو په ترسره کولوکې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د هڅو مننه وکړه او په دغه ولايت کې يې د فرهنګي پروګرامونو پر ترسره کولو چې د توريستي جاذبو د زياتې پېژندنې او د توريزم صنعت د ودې سبب کېږي؛ ټينګار وکړ.
د باميانو والي د باميانو خلکو اقتصادي وضعيت ته په اشارې سره، د توريزم صنعت وده، پلان جوړول او په دې برخه کې پانګونه د باميانو خلکو د اقتصادې حالت د ښه کېدو مهم عوامل وبلل او په دې برخه کې يې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د زياتې پاملرنې غوښتنه وکړه.
مصطفوي په دې کتنه کې د هغو طرحو او پروګرامونو په اړوند چې د افغانستان په ځانګړې توګه د باميانو د ګرځندوى د ودې سبب کېږي؛ خبرې وکړې او د باميانو د ګرځندوى طبيعي جاذبې يې د يو فرصت په توګه ياد کړ او باميانو ته يې د خپل سفر موخه د باميانو د ګرځندوى د ژمني دويم جشن پرانيستل وبلل.
مالي، اداري او ګرځندوى معينې په افغانستان کې د ګرځندوى صنعت د پراختيا پر وړاندې د ځينو موجودو ستونزو او ننګونو په بيان سره، د تاريخي او فرهنګي شتو او د ګرځندوى صنعت د ودې لپاره په افغانستان په تېره بيا باميانوکې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت، باميانو او د نورو اړوندو ادارو ترمنځ پر زياتو همغږۍ ټينګار وکړ.
کابل/ د سلواغې١٨مه/ باختر 

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۳۹۹/۳/۱۲ - ۱۱:۵۸
Background image

يو لرغونى اثر په غزني کې کشف شو


په باختري ژبه په يوه ډبره کې ليکل شوى خط پرون د غزني په جاغوريو ولسوالۍ کې کشف شو.
د غزني يو مسوول باختر آژانس ته وويل چې دغه ډبره تور رنګ لري او په کې په باختري ژبه ليکل شوي دي.
هغه. . .

پنجشنبه ۱۳۹۹/۱/۷ - ۹:۱۷
Background image

يوشمېر عالمانو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له سرپرستې سره وکتل

يوشمېر عالمانو نن  د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت  له سرپرستې حسينې ساپۍ سره  په کتنه کې  د رسنيو په تېره بيا د تصويري رسنيو د خپرونو په اړوند خپل وړانديزونه  چې بايد اسلامي او د هېواد  د. . .

سه‌شنبه ۱۳۹۹/۱۲/۲۷ - ۸:۵۸
Background image

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د يو کال کړه وړه او لاسته راوړنې وړاندې شوې


د اطلاعاتو او فرهنګ  وزارت سرپرستې حسينې ساپۍ نن د دغه وزارت  د١٣٩٨ کال کړه وړه او لاسته راوړنې وړاندې کړې
د باختراژانس د خبريال د خبرله مخې؛ د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرستې ملت ته د. . .

BACK TO NEWS