پروان کې د سیاحتي شرکتونو له مسؤلينو سره د همږغۍ ناسته وشوه

tawana_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۱/۳۰ - ۱۴:۴۴
طزبلا

د پروان ولایت په اطلاعاتو او کلتور ریاست کې د سیاحتي شرکتونو له مسؤلینو او استازو سره د همږغۍ ناسته وشوه.
د پروان د اطلاعاتو او کلتور رئیس مولوي شمس الحق صدیقي وویل: د دې ناستې موخه همږغۍ رامنځته کول، کاري اړیکې پراخول، معیاري او قانوني خدمتونه وړاندې کول دي، نوموړي د اطلاعاتو او کلتور ریاست له لوري د دغو شرکتونو د ملاتړ ډاډ ورکړ او زیاته یې کړه؛ دا ریاست د ټولو خلکو ګډ کور دی او تل د خلکو د ستونزو حل ته ژمن دی.
د اطلاعاتو او کلتور رئيس له سیاحتي او زیارتي شرکتونو وغوښتل، چې خپل یووالی وساتي او خلکو ته د رښتینو خدمتونو وړاندې کولو لپاره هلې ځلې وکړي.
له بلې خوا د سیاحتي شرکتونو یو شمېر مسؤلینو او استازو د دغې ناستې له جوړېدو مننه وکړه او د خپلو ستونزو د حل غوښتنه یې وکړه، چې د اطلاعاتو او کلتور رئیس د هغوی د ستونزو د حل کولو ډاډ ورکړ.

۱۴۴۶/۸/۱۹ ق
۱۴۰۳/۱۱/۳۰ ل

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۱۶:۰
Background image

ګڼ شمېر ځوانانو ته د (فکري انحراف مخنيوی) په نوم روزنیز سیمینار وړاندې شو

د هلمند اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري ښوونيز مرکز کې ګڼ شمېر ځوانانو ته د (فکري انحراف مخنيوی) په نوم روزنیز سیمینار وړاندي شو.
د ځوانانو چارو امر وويل: اسلامي اُمت سلګونه کلونه د نړۍ. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۱۴:۴۲
Background image

د لوحو او تبلیغاتي تابلوګانو د اصلاح کمېسيون مشورتي غونډه وشوه

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معين ښاغلي مهاجر فراهي په مشرۍ د لوحو او تبلیغاتي تابلوګانو د اصلاح کمېسيون مشورتي غونډه وشوه.
په دې غونډه کې د کمېسیون غړو په کابل ښار کې د لوحو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۹:۳۷
Background image

لوګر کې د جهادي موزیم او د شهیدانو منار د جوړولو لپاره ځایونه ځانګړي شول

لوګر کې د جهادي آثارو د ساتنې موزیم او د شهیدانو منار د جوړولو لپاره مناسب ځایونه ځانګړي شوي او هڅې روانې دي، چې د یادو پروژو عملي چارې هم ژر پیل شي.
د لوګر اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولوي. . .

BACK TO NEWS